ويب ډیسک
د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت نن يکشنبه ويلي چې په تيرو درې ورځو کې له ايران څخه ۴٠١٠ افغان کډوال په زوره او داوطلب ډول افغانستان ته ستانه شوي دي٠
ياد وزارت ويلي دغه کډوال چې زياته برخه يې په زوره له ايران څخه اپستل شوي په هرات کې د اسلام قلعه او نيمروز کې د ميلک سرحدي بندرونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي٠
د دوى په وينا په يادو افغان کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي٠
د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت ويلي چې افغانستان ته له ستنوو شوو کډوالو سره په هرات او نيمروز ولايتونو کې د (IOM) لخوا مرسته شوې ده٠


