سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزابل کې د سېلابونو له امله د یوه مسافر وړونکي بس چپه...

زابل کې د سېلابونو له امله د یوه مسافر وړونکي بس چپه کېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي

ويب ډیسک

په زابل ولایت کې د سېلابونو له امله د یوه مسافر وړونکي بس چپه کېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي، یو تن ورک شوی او ۴۳ نور ټپيان شوي دي.

باختر دولتي خبري آژانس ته د ځايي طالب چارواکو له قوله ویلي چې دغه پېښه تیره شپه د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ په «فولادګي» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د زابل د روغتیا ریاست مسؤلینو ویلي چې د پيښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
بلخوا ویل کیږي چې د پکتیا مرکز، زرمت، لجه منګل او ځاځي اریوب ولسوالیو کې هم سېلابونو درې کسان ټپیان کړي او لسګونه کورونه یې زیانمن کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه