دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمیدان وردګ ولایت کې د سېلابونو را وتلو له امله خلکو ته...

میدان وردګ ولایت کې د سېلابونو را وتلو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

ويب ډیسک

طالب چارواکي، په میدان وردګ ولایت کې د سېلابونو را وتلو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.
د یاد ولایت طبیعي پېښو ته رسېدو چارو رئیس فیض الله جلالي وايي، تازه سېلابونو په جلرېز، نرخ او چک ولسوالیو کې ۱۲ کسان وړي چې تر اوسه لا نه دی پيدا شوي.
ښاغلي جلالي ویلي چې له یادو کسانو څخه ۶ تنه په جلرېز، ۴ تنه په نرخ او ۲ تنه په چک ولسوالۍ کې سېلابونو وړي دي.
د نوموړي په وینا په دغه ولایت کې د تیرې ورځې او وړمې شپې سېلابونو ګڼې کرنیزې ځمکې، فرعي لارې، سړکونه او پلونه هم تخریب کړي دي.
عکسونه: د میدان وردګ ولایت مقام رسنیز دفتر

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه