یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحسن داوړ :جمهوري تنظيم د دې خاورې اړتیا ده ځکه مو ملي...

محسن داوړ :جمهوري تنظيم د دې خاورې اړتیا ده ځکه مو ملي جمهوري غورځنګ بنسټ کېیښودلو

راپور : عبدالکریم 

کوټه
نوې ګوند‌جوړ اسانه کار نه ده موږ ډیرې ستونزې وګاللې – دلته سیاست سړک جوړول ، ځاني ګټې معنا اخستل کیږې او د خلکو په ذهنو کې یي هم اچولي او ریاست په دې کې بریالی شوي ده .

دا خبرې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د یاد ګوند د بلوچستان ایالت ایالتي کانګره ته د وینا په مهال وکړه ښاغلي داوړ زیاته کړه
دلته څه سیاسي ګوندونه داسې دي چې کله نه کله د  اسټبلشمنټ ضد خبره وکړي خو اصل کې د هغو روزنه اسټبلشمنټ کړې .

هغه د ګوند په وګړو غږ وکړ چې د سولي پښتونخوا د ملي عوامي ګوند تنطیم د ګوند نورو سیمو لپاره یو بیلګه ده باید نور ایالت له دې نه زده کړه وکړي .

داوړ زیاته کړه موږ به دا په کړنه دا څرګنده وو چې که په پاکستان کې یو جمهوري ګوند شتون لري هغه ملي جمهوري غورځنګ ده .
تر سو پورې په سیاسي ګوندونو کې  جمهوریت را نشي نو هېواد کې هم جمهوریت نشي راتلی.

هغه وویل موږ تل د محکوم قام خبره کړې او تل به دا خبره کوه او هر وخت به ملي جمهوري غورځنګ د هر ظلم مخته ولاړ وي .
موږ به قام ته یوه داسې جمهوري اداره د  ملي جمهوري غورځنګ په صورت کې  ورکوو چې هغه به د قام پریکړې کوي .
یو جمهوري تنظيم ده دې خاورې اړتیا ده ځکه مو ملي جمهوري غورځنګ بنسټ کېیښودلو.
اوس وخت کې د سیاست اړتیا له تېر وخت نه زیات ده .
نړۍ دا پریکړه وکړه چې موږ به افغانستان طالبانو ته په لاس وکو او افغانستان يي په اوور کې پریښوده او دا د امریکا او د هغو د ملګرو اړتیا وه .
د امریکا د ملګرتوب لکبله دلته هره بدرنګي راغلې .
د پاکستان کوم غټ سیاسي ګوندونه زمونږ د ګټې فکر نه لري .

یاد‌ دې وي چېد‌ ملي جمهوري غورځنګ د بلوچستان ایالت ایالتي کانګره کې د بلوچستان ایالت ایالتي مشران وټاکل شول – احمدجان ایالتي مشر وټاکل شو ، ایالتي سیکرټري اسفند یار کاکړ ،ایالتي ویاند ایمل خان ناصر ایالتي کميټي غړي جاوید افغان ،شېراسلام خان کاکړ ،رحمت خان ، پروفیسر نسیم افغان، مالک بهار ،عنایت شاه افغان وټاکل شول .

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه