سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزی: طالبانو دا چا درښودلي چې انجونې به زدکړې نه...

محمود خان اڅکزی: طالبانو دا چا درښودلي چې انجونې به زدکړې نه کوئ

پښتو جرنل 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اختر په دریمه په خپل کور عنایت الله کاریز ګلستان  کې غونډې ته د وینا  په مهال  وویل چې

خان شهید ویل د افغانستان سره اړیکي موږ پرېکولائي نه سو،که څوک دلته د پښتانه ښه ژوند او برابري و سیالي مني خپله آزاده صوبه ورکوي نو بیا دلته پښتانه ګزاره کولاي سي.

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه چې د علي وزیر موږ زمه وار یو, زه یې زمه وار یم علي دې له زندان خلاص کړل شي اوس د پښتانه سره د ښه سباون دپاره پاکستان ته پکار ده چي علي وزیر خلاص کړل شي هغه زیاته کړه موږ به د علي دپاره یوه ورځ په ګډه سره غونډې احتجاج کوو.

د افغانستان په محمود خان اڅکزي وویل پاکستان او افغانستان دوه بېل هېوادونه دي که څوک افغانستان نه پریږدي نو خپله به هم بربادیږي

د سېلاب ځپلو ستونځي او تاوانونه به خپل قامي ګوند په ګوته کوي او غوښتني به کوي.

ښاغلي اڅکزي خپله وینا کې وویل چې خان شهید د پاکستان په عدالت کي خبره کښېښوده چي پښتانه ډير جمهوري خلک دي دوي افغانان دي د یوه نسل او یوې ژبي خلک دي

د پاکستان د اوسني ستونزو په هکله وویل که دا بحران روان وو دا ملک کي به په را روان دوې درې میاشتي کي د وړو ګونۍ بیه به دوه زره ګرانه سي.

پاکستان چي جوړ سو هم ښائسته ملک دی خو چي کله جوړ سو او په اوله ورځ بلوڅ پښتانه او سندهي ته حق ورکول سوی واي نو نن به دا بحران نه وو.

افغانستان یې تباه او برباد کړ کونډي رنډي یتیمان او معیوب خلک تر حساب تیر دي.

دا ملک د جهان پوروړی دی. دا بلډنګ اوس پر موږ را نړیږي

پر پښتانه یې یوه خوا ته ظلم روان کړی دی بله خوا یې د دهشت ګرد نوم پر ایښی دی

افغانستان د ډيرو زورورو په هدیره بدل سوی دي هلته ډير خلک غرق سو. ایران او پاکستان ته خواست کوو چي پام کوه چي خطا نه سې. افغانستان به په ټيټ نظر نه ګورې
افغانستان به ستاسو هم هدیره جوړه سي

پاکستان او افغانستان دي دا لوظ سره وکړي چي موږ به یو د بل د استقلال خیال ساتو.

انګریزان چي راغلو روس په حرکت کي وو,
په انګریزانو کي دوه فکرونه وو

افغانستان ته دوی سټریټيجک ډيپت ویل

یو فکر دا چي افغانان وطن پرست خلک دي دوی ته باید اختیار ورکړو او خپل پرمختګ ته یې پریږدو

دویم فکر دا وو د بروس چي نه دا کمزوري خلک دي دا به نیسو

موږ به د اسلام آباد وه خوا ته هغه وخت ګورو چي د دې ځائي پښتون سیال وبولې

پاکستان اوس هم جمهوري ملک جوړیدي سي خو چي پښتانه ته د سیالۍ په نظر وګوري او پوځ به په سیاست کار نه لري.

هغه وویل چې موږ ورته وایو چي که څوک په پوله  د نشې شیان راوړي یا اسلحه راوړي ته یې ووله او که خوار غریب خلک پر یوه ډوډۍ وژنې دا ملک نه جوړیږي.

محمود خان اڅکزي وايي طالبانو ته خواست کوو چي دا چا در ښولي دي چي ښځي به علم نه کوي.

حضرت عائشه د احادیثو د کتاوبونو لیکواله وه او د جنګ جمل د لښکر مشره وه.

بي بي خدیجه رض عنه تاجره وه د حضورص میرمن وه. طالبه مهرباني وکه ښځي خپل تعلیم ته پریږده

پاکستان به مهرباني کوي پښتنو ته به خپله یوه صوبه ورکوي او د وسائلو اختیار به ورکوي د افغانستانه به لاس کاږي

طالبه مهرباني وکه د افغانستان خپل خلک راوغواړي ازبک تاجک هزاره پشئ ترکمن ټول سره کښېنئ د افغانستان د خلاسون لاره وټاکي

 

ښاغلي اڅکزي وویل چې د بنو د جرګې خبره به نوره پر مخ وړو .

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه