سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۵ میلیونه ډالر...

ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۵ میلیونه ډالر مرسته کړې

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر ویلي چې دنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۵ میلیونه ډالر مرسته کړې.

دغه نهاد ویلي چې یاده مرسته به په افغانستان کې د اړینو کسانو د ملاتړ او ژغورنې په برخه کې ولګول شي.
پر افغانستان د طالبانو تر تسلط وروسته، ملګرو ملتونو په دغه هیواد کې د یوه بشري ناورین د رامنځ ته کیدو څخه خبرداری ورکړی او له نړیوالو یې د مرستې غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو د غوښتنې وروسته، د افغانستان د بشري مرستو صندوق جوړ شو.

د دغه سازمان د ارقامو له مخې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه کافي خواړه نه لري او بې روزګارۍ او وچکالۍ د هغوی ستونزې لا پسې ډیرې کړي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه