راپور: محب الله
د بلوچستان ایالت کې د ګوزڼ ضد کمپاين پيل شو
په دغه کمپاين په ترڅ کې به تر دولسو لکهو زيات ماشومان د پوليو ضد واکسين ورکول شي ..
د بلوچستان په اتلس ولسواليو کې د پوليو پنځه ورځنى کمپاين نن پيل شوې د ايمرجنسي اپريشن سنټر کى کوآرډينيټر حميدالله ناصر وايي، په بلوچستان کې د پوليو کمپاين نن د ایالت اتلس والسوالیو په دوه سو يو کم اويا يونين کونسلونو کې پيليږي. د کوټې، پشین، قلعه عبدالله چمن، جعفرآباد، نصیرآباد، لورالايي، خضدار، قلعه سیف الله، مستونګ، شیراني، ژوب او د موسی خېلو والسوالۍ کې به دا کمپاين پنځه ورځې دوام ولري .
حميدالله ناصر وايي، چې د پوليو کمپاين په ترڅ کې به تر دولسو لکهو نه زيات ماشومانو ته به واکسين ورکول شي – د پوليو کمپاين کې څلور زره نهه سوه څلور ټيمونه برخه اخلي چې پکې اته ديرش سو پينځه شپيته ګرځیده ټيمونه، او دوه سوه شپږ اويا ټرانزټ پوائنټونه او درې سو دي لس فکس سائيټونه هم شامل دي، هغه زياته کړه چې د کمپاين لپاره د سيکيورټي انتظامات هم سخت کړي شوي دي او د بلوچستان ليويز، پوليس او ايف سي سرتیري امنيت ساتي .
د ناصر په خبره چې
د پولیو ویروس زموږ په چاپیریال کې شتون لري او کولی شي هغه ماشومان په نښه کړي چې د پولیو په وړاندې واکسین شوي ندي. له همدې امله د والدینو دنده ده چې د پولیو واکسیناسیون په کمپاین کې د پولیو له کارکوونکو سره پوره همکاري وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې خپل ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي.
حمید الله ناصر وويل چې د پوليو كمپاين په لړ كښې د بلوچستان حكومت مرسته او اقدامات د قناعت وړ دي او د حكومت لخوا ورته ټولې ضروري اسانتياوې برابرې كړې شوي دي٬ ناصر زياته کړه چې د پوليو كمپاين په بریالیتوب كښې د والدينو كردار هم ډېر مهم دى۔ نوموړي د ټولني د ټولو طبقو په ځانګړي ډول د علماوو او مدني ټولنو رول مهم وباله او ويې ويل چې د کمپاين د برياليتوب لپاره يې د رسنيو په ګډون د ټولني له ټولو طبقو وغوښتل چې د کمپاين په برياليتوب کې خپل رول ولوبوي.


