سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد متحده عربي اماراتو او قطر تازه مرستې د خوست هوايي ډګرته...

د متحده عربي اماراتو او قطر تازه مرستې د خوست هوايي ډګرته رسېدلي دي٠

ویب ډیسک

طالب چارواکي وايي د خوست او پکتيکا ولايتونو له زلزله ځپلو سره د متحده عربي اماراتو او قطر تازه مرستې د خوست هوايي ډګرته رسېدلي دي٠

د طالبانو حکومت وياند ويلي چې نن يکشنبه د متحده عربي اماراتو په خوراکي او غير خوراکي تو بار دريمه طياره هم د خوست هوايي ډګر ته رسېدلې ده٠

بلخوا باختر اژانس ويلي چې له زلزله ځپلو سره د قطر بشري مرستې هم د خوست هوايي ډګر ته انتقال شوي دي٠

سرچينه وايي قطر په پلان کې لري چې په سيمه کې د زلزله ځپلو لپاره د تازه خوړو پخولو يو پخلنځى هم جوړ کړي چې له ورځې به شاوخوا زرو تنو زيانمن شوو کسانو تازه خواړه برابر کړي٠
ير همدې مهال په افغانستان کې مېشتو نړيوالو خيره سازمانونو هم له زلزله ځپلو سره د مرستو د دوام خبر ورکړى دى٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه