سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعثمان لالا شهادت :21م جون د پښتون افغان د انقلابي کتاب يوه...

عثمان لالا شهادت :21م جون د پښتون افغان د انقلابي کتاب يوه پاڼه

لیکنه: فضل اشنا

د نورو تاريخي او معلومو ورځو يا نېټو په څير 21م جون هم د پښتون افغان په انقلابي او سیاسي تاريخ کې هغه نېټه يا ورځ ده چې په دا ورځ موږ به حثيت قام يو داسي دروند ږغ واورېدی چې په غوږونو کې مو نور د اورېدلو توان پاتې نه سو.

تر تاريخي ورځو يا نېټو پوري راياده سوه، چې په کومه ورځ د هندوستان د سوشلسټ ريپبلکن ګوند تکړه غړی بهګت سنگھ د 23 کلونو په عمر کې يعني پر 13م اپرېل 1930م کال کې انګرېز سامراج په دار وځړوی، په هم دغه کال د هند د کوچنۍ نيمې وچې غښتلی مخکښ خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی انګريز سامراج په لومړي ځل زندانې کړ ، بهګت سنګھ او خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی دواړه په يوه کال يعني 1907م کې زېږېدلي وو ، په شلمه پېړۍ کې موږ د سامراجي قوتونو يا استبدادي نظامونو په مقابل کې داسي ډېر تاريخي پاڼې لرو چې يوه نه يوه غښتلي ببر سري او ګګر بريتور مو د وخت زورو يا زورواک ته په غېږ نه دي ورغلي.
دا يو عجبه داستان دی په انساني تاريخ کې، يو انسان د ډبرو د اوور څخه آبشار جوړ کړی دی ، بل انسان بيا هغه اوورني آبشار ته سر نيولی وي ، دغلامۍ د ژوند څخه د پاکېدلو دپاره غسل پر کوي، دا لړۍ به په هر مظلوم او محکوم قام کې تر هغه وخته پوري توده روانه وي چې مخکښان يې د سکروټو لار په تلو پاکوي، د انسان په کلي کې د انسانانو زېږېدل خاص کمال نه دی ، خو بيا د هغه انسان مرګ په هغه کلي کې ولي مځکه وښوروي، او يو بشپړه قامي ناورین جوړ کړي، د انسان تربيت چې هر رنګه وسي هم د هغه فکر، لاري او نظريې پلوي سي، خو يو د خاوري ، قام او اولس سره مينه هيڅ تربیت نه غواړي زکه دا د انسان په وينه او فطرت کې شامل تربیت دی، لکه د ګنډاسنگھ چې د دراني احمد شاه په نوم کتاب کې په ليکلي تاريخ کې يو ځای داسي وايې چې،
“پنجابی جوان افغانوں کے خلاف چٹان کی طرح لڑ رہے تھے ۔”
ليکن تاريخ او ستاينې يې د احمدشاه بابا د امپراتورۍ په هکله ليکلي دي خپل قاميت نه سو ورڅخه پټ .
شلمه پېړۍ د نورو قامونو په څنګ کې د پښتون افغان د انقلابي سياسي او تحريکونو يو هغه کتاب دی چې په هره پاڼه کې يې يو غښتلی تاريخي داستان په جګه غاړه پر بريتو ژبه تېروي . داسي د نورو پاڼو په څېر يوه پاڼه د 21م جون په نامه ده ، چې په دغه تاريخ يا نېټه د پښتونخوا وطن د قامي خپلواکۍ او سیالۍ هغه ستوری چې د صمدخاني نظريې د لمر سره راپورته سوو، عثمان خان کاکړ وو ،چې پښتانه قام د نازه د عثمان لالا په نوم يادوی ، عثمان لالا په 1961 کې د سردار عبدالقيوم خان کاکړ په نغري کې د سهېلي پښتونخوا په هندباغ نومي ځای کې سترګې غړولي وې، چې کله خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی د وخت مقتدرو قوتو نړیوال امپريالسټي سامراج و پنجابي واکدارانو په شهادت ورسوی نو عثمان لالا په قامی سیاست لاس پوري کړ هغه وو چې شا و خوا 44 کاله يې پرله پسې د قامي سياست دلاري په خپل قام کې او پښتونخوا وطن کې د قامي خپلواکۍ، ملي تشخص ، حق حکميت، پر خپلو وسائلو د واک او اختيار ،ملي او قامي وحدت دپاره هر در و ديار ته ځان ورساوه، پرله پسې په دې معنا چې نه کښېنستی د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي او نورو شهيدانو ملګرو ارمانونه پوره کول د عثمان لالا دپاره يو ډېر لوی چيلنج وو خو عثمان لالا په جګه غاړه د خپل مخکښ سرخېل او د شهيدانو ملګرو د ارمانونو سره وعده وکړه چې دا به سر ته رسوم يا به سر دار ته رسوم ….
هر انقلابي او وطن دوست يا نشنلسټ ګوند خپل يو د لوستونکو سازمان يا د تعليم يافته ځوانانو يو تنظيم لري چې د هغه تنطيم دلاري په فکر منور سپېڅلي او جزیاتو پر ځای د پوهي رهبري ګوند ته ورکوي ، ډېر مثالونه يې په قامي او وطن دوست ګودونو کې ليدل کېږي، مجلس اوږديږي تر هغو مثالونو به راتېر سم ، پر 19م جولائی 1990کې د شاه لطيف بهټايي په کانفرنس کې شهيد عبدالرحيم کليوال يوه خبره کړې ده. چې په هغه وخت کې د پوهي يو ډېر لوی مثال دی شهید عبدالرحيم کليوال وايې چې،
“بہت افسوس کی بات ہے کہ میں شاہ لطیف بھٹائی کے کانفرنس میں خوشحال خان کی سرزمین پر غالب کی زبان سے مقالہ پیش کرتا ہوں .”
هغه وخت په دې رياست کې د پښتانه بلوڅ، او سيندي قامونو په خلاف د پنجابي واکدارانو د څومره لوی ژبني جبر عکاسي کوي. داسي شهيد عثمان لالا هم په سینېټ کې يوه ورځ د پنجابي واکدارۍ او بد معاشي په خلاف څومره په جرائت وويل چې،
“خاموش رہے اس نے محمود خان کا نام لیا هے.”
او بله دا خبره چې
” محمود خان نے لاہور میں جو تاریخ بیان کیا ہے ٹھیک بیان کیا ہے ۔”
خپل سامراجي، استعماري، او مقتدر قوت ته يې دا ورښکاره کړه چې زه او محمود خان اڅکزی د يوې نظريې او يوه فکر پلويان يو ، پښتون نشنلزم هم دا بلل کيږي چې د‌دښمن په خلاف د خپل رهبر د خبري ،اند ،تجويز، او مشورې دفاع او ستائينه وکړې . دښمن خو غوښتو دا چې دا منظمه قامي نظريه او اېديالوژي ماته کړي، خو د قامي سياست د تربیت تر مېچن وتلي غړي هیڅ کله دا موقع دښمن ته په لاس نه ورکوي، په قامي سياست کې پنځوس سلنه راز او پنځوس سلنه تضاد وي، چې په هغه سياسي شعور او پوه لرونکي رهبریت پوهيږي، دا په انقلابي ګوند کې يوه مستعار شعار بلل کيږي.
استعمار، سامراج، استثمار، زورواک ، مقتدر، لابي، نظريه ، فاشيزم، پروپګينډا، دا او داسي نور ډېر اصطلاحات سته چې په دې پر وخت او د زمان و مکان مطابق ځان پوهول په کار دی، دا یویشتمه پیړۍ ده ريښتنی سياست او پاک سفا خبره کول د سياست مغز دي ، په قامي سياست کې جزبات نه وي البته نشنلسټي نظريه پر مخ وړل جزبات غواړي .
شهيد عثمان لالا ته د عقيدت د ګلونو پر ځای په کار دی چې د عثمان لالا وينې ته ارزښت ورکړو د عثمان لالا ارمانونه پوره کړو ، يو عثمان لالا شهيد سو ، سل عثمان لالا په شان غښتلي به را پيدا کوو ، چې دښمن وارخطا سي، داسي عمل او جزبات نه دي په کار چې عثمان لالا يا نور شهيدان ملګري وارخطا سي، دا ترټولو ښه عقيدت دی چې قامي يووالي او ملي هراړخيز وحدت ته کار وکړو تر څو خپل قام له دغو ويني ويني چاپيريال او د کفن د‌ دکانونو څخه و ښه سبا ته وباسو ،
د عثمان لالا ارمان څه وو ؟ خپل ځان پیژندل، (لکه خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي چې به ويل چې پښتنو ځانونه وپېژنی) خپله قامي بيانيه پیژندل،خپل تاريخ پېژندل، خپله جغرافيه پیژندل، خپل وسايل پېژندل، د زيې او د خيلي د ناسور څخه راوتل، خپلواکۍ او سيالۍ ته قام ايستل ، خپله ژبه زده کول ليکل او لوستل، د دښمن يا د زورور په دربار کې سر نه کښتکول، دا او داسي نور ډېر جمود ماتول چې د قامي سياست په مخ کې خنډ وي، ژوندیۍ نظريه حتماً په وينو پالل کېږي، زکه پوهان وايې چې پر کومه نظريه مړ سې هغه نظريه ژوندۍ سي، په قامي سياست کې به بېره نه کوو تر بچي ، مال ، دولت، جايداد، شتمني، به تېرېږو بيا به دا په وينو پالل سوې قامي نظريه پاتیږي که نه وي ، موږ به ورته ګوره چې د قامي سياست دغه نظريه به مو يو ځای په کوڅه کې ساه ورکړي ، بيا به عثمان لالا ته عقيدت ګلونه وړاندې کول کوم ارزښت ولري چې تش عثمان لالا دا پوښتنه وکړي چې ولي زما او دملګرو په وينو پالل سوې د قامي سياست نظريه او مفکوره ترڅخه مړه سوه او تاسو قام دايمي غلامي ته وسپارئ، بيا به مو د‌ عقيدت ګلونه په لاس کې وي کښته به ګورو خدای مه که ..
ملګرو د يو خدای څخه به بېرېږو ، بل به د هیچا څخه نه بیریږو .
د هم دې خبر څښتن غښتلی سياستوال او سياستپوه
د ګوند تکړه ايالتي صدر مرکزي سيکټري مخکنی سناتور شهيد عثمان لالا پر 23م جون په خپل پلارني ټاټوبي هندباغ کې د 60کلنۍ په عمر کې د تل لپاره د پښتونخوا د خاوري تلتک پر سر راکښ کړ په دې هيله پرېوتی چې پاتې ارمانونه يې موږ ته راپرېښول …
که وم ژوندی د ازادۍ د اتڼ برخه به يم
که چيري مړ ومه نو زېری مې تر ګوره راوړئ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه