ویب ډیسک
د کندهار نړیوال هوایي ډګر لسګونه کارکوونکو د طالبانو له لورې د تنخواګانو د نه ورکړې په غبرګون کې په ډله ییزه توګه دندې پرېیښې دي. د دې کسانو شمېر ۳۵ تنه بلل کیږي، چې د هوایي ډګر په بېلابېلو برخو کې یې دنده ترسره کولې.
د کندهار د ملکي هوایي ډګر رئیس نقیب الله وفا هم تائیدوي چې یو شمېر کارکوونکو یې له دې امله دندې پرېیښي دي، چې تنخواوې نه وې ورکړل شوي.
نوموړی وایي، خپله ټوله هڅه یې کړي چې دغه کسانو ته تنخواوې احواله شي: »د دې بیچارو تنخواوې بندې دي، ما هڅه وکړه چې تنخوا یې ورته احواله کړم، خو انوایسونه یې بند دي او درې میاشتې تنخوا یې هم چې کار یې کړی بنده ده، موږ هر ځای ته مسله رسولې ده، خو نه پوهیږو چې څه وکړو.«
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي د هغو کسانو شمېر ۱۵ کسان یادوي، چې د کندهار هوایي ډګر کې يې کار پرېيښی.
نوموړي دویچه ویله ته وویل، دا کسان د پخواني نظام پرمهال د هوایي ډګر د خصوصي کمپنیو عادي کارکوونکي دي، چې د دوی سره په دولتي چوکاټ کې هیڅ تشکیل نه لري.
احمدي زیاتوي، چې د کندهار نړیوال هوایي ډګر فعالیتونه په عادي توګه دوام لري او په کارونو کې یې هیڅ کوم خند او ځنډ نه دی رامنځته شوی.
په افغانستان کې د طالبانو واکمنیدو وروسته په یو شمېر دولتي ادارو کې لا هم داسې ډېر شمېر کارکوونکي شته، چې تر اوسه یې تنخواوې نه دي ترلاسه کړي.


