دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلنډه کیسه" مينه"

لنډه کیسه” مينه”

لنډه کیسه/ مينه

لیکوال: نصیر احمد احمدي

 

نجلۍ د کړکۍ پرده چوله کړه، د سهارني لمر ژيړې وړانګي يې پرسپين مخ ولګيدې، له ويښتو يې سره بخونده رڼا پورته شوه. يوه شيبه يې له پورته انګړ ته وکتل. غريو واخيسته، ځان يې پړمخې پر کټ وغورځاوه.

يو ورو غږ يې واوريد

ــ ته ليونۍ يې ليونۍ!

نجلۍ هماغسې اوږده غزيدلې وه، تورې څڼې يې د ښۍ اوږې له پاسه په سپين بالښت غونچه پرتې وې، ورو ورو سونګيدله…. وروسته پر اړخ را واوښته، د لويو سترګو سپين يې د ګوچنيو نريو رګونو له لاسه سور بخوند ښکاريدل. پرمخامخ کټ ناستې چاغې نجلۍ ته يې وکتل ، سره راټولې ډکې شوندېي وخوځيدې.

ــ زما ساده ترورزئ، ته څه خبره يې ؟

چاغه نجلۍ ولاړه شوه، د پردې يوه څنډه يې په ګوتو کې ونيوله، لاندې انګړ ته يې کتل، ويې ويل:

ــ ليونتوب مه کوه، ته ورته وګوره، څه بلا ده ؟! يو وحشي کليوال.

پرده يې پريښوده او د غزيدلې نجلې تر څنګ کيناسته، ورو يې وويل:

ــ له زړه يې لرې که. هيسته يې وغورزوه، زړه دې داسې چا ته ورکه چې ستا وړتيا ولري.. ته ښکلې يې، لوستې يې، دشتو مو شمير نشته، کورنۍ مو په عزت ياديږي، خو ستا خپل مزدور خوښ شوى دى.

نجلۍ په خوابدې غږ وويل:

ــ ته په دې شيانو نه پوهيږې، مينه داسې څه نه ده چې يو څوک يې پخپله وغواړي، او يا بيه پرې ورکړي. مينه پخپله راځي او د انسان له خوښې پرته د هغه زړه نيسي. هغوئ چې غواړي په زور ځان مين کړي او په مينه پسې ګرځي، دا مينه نه بلکې د نفس او شهوت غلامي ده. مينه د سهارنۍ وږمې په څير پاکه او زړه راکښونکې ده.

چاغې نجلۍ ته خندا ورغله ، تنګې سترګې يې لا پسې تنګې شوې، په ملنډو يې وويل.:

ــ دا د کتابونو خبرې پريږده.

ــ تا ته به خود د کتابونو خبرې ښکاري. ځکه تا مينه نه ده کړې، ته د مينې په راز نه پوهيږې، ته….

چاغې نجلۍ د خبرو وار ورڅخه واخيست:

خو کاشکې په يوه سم شي مينه وائ. له رنګه تور، ببر ويښته او خيرنې جامې.

نجلۍ يو سوړ اسويلئ ويست. ولاړه شوه، پرده يې چوله کړه، ويې ويل:

ــ ته به يې بدرنګه بولې، خو ما ته د طاووس تر بڼکې ښايسته دى. دوه مياشې وشوې چې هر سهار تر لمر ختو مخکې راويښيږم کله چې د لمر وړانګې د پردې پر پاسنۍ برخې ولګيږي، همغه مهال دى هم راځي. يو -يونيم ساعت د انګړ په ګلانو او چمن کې کار کوي او بيرته پخپله مخه ځي. زه په دې موده کې دلته ولاړه يم. هر سهار مې همدا حال وي، ورته ګورم او ژاړم.

نجلۍ سوړ اسويلى ويست. يوه شيبه غلې شوه، بيرته په خبرو راغله.

ــ په لومړي ځل مې په همداسې يو ژيړ سهار کې وليد، له خوبه را پورته شوم، سترګې مې وموښلې او له همدې کړکۍمې لاندې انګړته وکتل، يو نرى خو خيرن ځوان ولاړ و، په پايپ يې د انګړ د منځ سړکونه پرېمنځل…له کوټې ووتم، په زينو ښکته شوم. په سالون کې مې پلار، مور او کوچنى ورو سهارنۍ ته ناست وو، پلار ته مې مخ ور واړوه :

ــ دا پردى سړى څوک دى ؟

هغه خپلې عينکې په سترګو سمې کړې. د ميز پر سر له ايښي غاب څخه يې د کيک يوه ټوټه ورپورته کړه، په ډکه خوله يې وويل:

ــ مزدور دى ، سهار سهار به يوه ګړۍ راځي او انګړ به پاکوي.

زه د تل په څير له يوې پراخې زيرپيراني سره سر تور سر دب اندې ووتم. د عادت له مخي به هر سهار يوه شيبه د تاکونو تر چليې لاندې په ايښي څوکۍ کيناستم او د انګړ له ازادې هوا، سرو ګلانو او شنو وښو څخه به مې خوند اخيست، لاړم په څوکۍ ايښى کتاب مې را واخيست، دا يو عشقي ناول و چې ما به يې هر سهار څو پاڼې لوستلې، ځوان ته مې پام شو، د تاکونو تر منځ له يوې لويې چولې څخه ښکاريده. د هغه راته شاه وه، خړ کميس يې د وليو په برخه کې په خولو لوند و او په کوچني لور يې د انګړ واښه رېبل.

دکتاب په لوستلو بوخته شوم… د پاڼې د را اړولو په وخت مې سر پور ته کړ، ځوان خپل پخوانى ځاى پريښى و او د انګړ په بل سر کې يې په ځړيدلي سر واښه ريبل.

په بل سهار چې کله تر چليې لاندې کيناستم، د دوو ولاړو تاکونو د تنو تر مينځ لويه چوله سرو ګلانو نيولې وه، ځکه درې لويې ګلدانۍ څنګ په څنګ ايښودل شوې وې، دا يواځنۍ لويه چوله وه چې زما د ناستې له ځايه به د انګړ ډيره برخه ترې ښکاريده، ځکه د تاکونو له تنو سره د مرسل د ګلانو يو مترى بوټى ولاړ وو. له پورته د تاکونو ګڼې پاڼې له چليې څخه را ځوړندې وې، او د ګلانو او پاڼو تر منځ له کوچنيو سوړو پر ته بل څه نه ښکارېدل.

خداى شته چې يو څخه خوشکه راغله . له خولې مې چېغې ته ورته ناره ووته:

ــ اې، تا ته وايم، دلته راشه.

ځوان خپل لور په چمن پريښود، راغى او په زړيدلي سر دوه درې ګامه لرې رانه ودرېد، د هغه په غنم رنګه تندي ډومبک ډومبک خوله پرته وه.

هڅه مې کوله چې خپل ځان آرام وښيم،خو لاسونه مې له خوشکي لړزيدل. ورو مې وويل:

ــ دا ګلدانۍ دې د څه لپاره دلته ايښي دي؟

بې له دې چې سر پورته کړي، خړې شونډې يې وخوځيدې؟

ــ ښه ښکاري.

د هغه په دې خبره کې يو رنګه ويره راته ښکاريه شوه.

ما ځان آرام کړ.

ــ نه پخپل پخواني ځاى ښه ښکاري، بېرته يې يوسه!

هغه تريوې ګلدانۍ لاندې ووت، خو بېرته يې پخپل ځاى کيښوده . ورو يې وويل:

ــ که يې سبا ته يوسم. پروا خو به نه کوي؟

بې له دې چې له کتاب څخه سترګې واړوم ومې ويل:

ــ ولې، درنې دي؟

ــ نه، خو ما ويل چې دغه نږدې چمن به را ورېبم.

په حيرانتيا مې وپوښتل:

ــ ولې، د ګلدانيو يې د چمن له رېبلو سره څه؟

هغه يوه شېبه غلى و، وروسته يې لنډ ځواب راکړ.

ــ هيڅ.

شيبه وروسته چې مې سر پورته کړ، د پخوا په څير مې د انګړ ډيره برخه

ليداى شواى. ځوان په پخواني ځاى کې واښه ريبل.

په درېيم سهار د حويلي ټول چمن د غالۍ غوندې يو حال اوښکلې ښکاريده، خو چولې ته نږدې واښه لا د پخوا غوندې رسيدلي او څڼيور وو.

د ځوان بياتي په لاس کې وه او د ګلانو په مينځ کې ولاړ و.

هغه ته مې ور غږ کړ، راغى او به زړيدلي سر زما مخې ته ودريد.

ما وويل:

ــ د چمن دا ځاى هم ورېبه، وروسته بيا کولاى شې چې ګلان جوړکې.

ــ ښه، نن به يې ورېبم.

ــ خو همدا اوس لور را واخله!!

د هغه تندى تريو شو، بې له دې چې څه ووايي چټک ګامونه يې واخستل، د چمن پر سر ايښي خيرن څادر

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه