ويب ډیسک
په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي چې دغه پیسې د سعودي شاهي دولت لخوا د افغانستان لپاره بشردوستانه مرستندویه صندوق ته ورکول کیږي.
یاد سفارت ویلي: “د دې مرستې موخه د افغانستان په خلکو باندې د روان بحران په کمولو کې مرسته کول دي.”
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د اسلامي پراختيايي بانک له لارې د افغانستان له خلکو سره د سعودي عربستان له شاهي دولت څخه مننه کړې ده٠
ياد وزارت ويلي چې سعودي تل په سختو شرايطو کې د افغانستان خلکو ته لاس ورکړى دى او په خبره تازه مرسته به د افغانستان او سعودي اړيکي نورې هم پياوړي کړي٠


