ويب ډیسک
طالبان وايي، ددغو واحدونو د جوړولو موخه د هېواد ختیځ کې د ځنګلونو د طبیعي او یا قصدي پېښو رامنځه کېدو مخنیوی دی.
د افغانستان ملي تلوېزیون د طالبانو د سرچینو په حواله وايي، ددغو واحدونو د تنظیم لپاره د کرنې وزیر او د ننګرهار والي ته دنده سپارل شوې ده.
دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی چې د افغانستان په ختیځ نورستان او کونړ ولایتونو کې د اور لګېدنې له امله د هېوادوالو اندېښنې ډېرې شوې.
طالبان وايي یوازې ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې لپاره د بېلابېلو څانګو سل کسیزه ډله جوړوي.
له تېرو څو اونیو راهیسې د افغانستان او پښتونخوا د بېلابېلو سیمو په یو شمېر غرونو او ځنګلونو کې د اور لګېدنې پېښې شوې دي، چې تر ټولو لومړی يې د بلوچستان ایالت په پښتون مېشته شېراني سیمه کې د ځڼغوځیو په ځنګلونو کې د اور لګېدل وو.
دغه اور چې شاوخوا درې اونۍ بل و، په اخر کې يې له ګاونډي ایران نه د یوې اور وژونکې الوتکې په مرسته مړ کړ.
لا هم څرګنده نه ده چې په غرونو او ځنګلونو کې دغه اورونه ولې لګېږي، خو ځايي چارواکي يې د خلکو له لاسه او یا بیا د ډېرې ګرمۍ له امله بولي.


