دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدآل انډیا راډیو پښتو څانګې کله په خپلورا ډیويي خپرونو پیل وکړ...

دآل انډیا راډیو پښتو څانګې کله په خپلورا ډیويي خپرونو پیل وکړ ؟

ويب ډیسک

دآل انډیا راډیو پښتو څانګې خپلې خپرونې له نن نه (۸۴) کلونه دمخه هغه وخت دهند په پلازمیینې نوي ډیلي کې پیل کړې چې دویمه نړیواله جګړه نوې پیل شوې وه اوپه هند کې دانګریزانو واکمني او راج و او د ۱۹۳۹ زیږدیز /میلادی کال داکتوبر په لومړۍ نېټه یې خپله پښتو یو ساعته خپرونه دافغانستان او پښتونخوا دپښتنو لپاره پیل کړه چې د نازي جرمني راډېو د پروپېګنډې مخنيوې وکړې شي ـ

هغه وخت پښتو څانګې مشرښاغلی داود خان و. په دغه وخت د خپرونې پيل په نعت شريف سره وچې حاجي زيارت ميرخان صاحب په غږ کې و.ارواښادحاجي زیارت میرخان دهند دخپلواکۍ نه دمخه دپښتونخوا دمردان دسیمې نه هند ته تللی و او د زاړه ډیلي دبلیمارانو په سیمه کې اوسیده ـ هغه دد چاندني چوک د فتح پوري په جومات کې بانګ(آذان) هم کاوه اوبیا دخپل ژوندانه تر وروستو سلګوپورې حاجي زيارت مير خان دډیلي راډیو د پښتو څانګې سره په اړیکه کې و.

څه موده وروسته پېښور کې هم پښتو څانګه پرانستل شوه ،خو د هغې ټولې چارې د ډيلي څانګې په لاس کې وې ـ خبرونه او نورې تبصرې به له ډيلي خپرېدلې ـ پېښور کې يوازې پښتو سندرې غږیدلې .دهند د خپلواکۍ په وخت ۱۹۴۷ زیږدیز/میلادي کال کې د دآل اندیا رادیو دپښتو څانګې مشر ښاغلی عبد الحق ګران صاحب و چې د افغانستان اوسیدونکی و.بیاوروسته ددې څانګې کارکونکي ټول اديبان او ليکوالان پاکستان ته لاړل ـ په دغه وخت کې ګران صاحب په ډیلي څانګه کې د ځينو کسانود راوستلولپاره پيښور ته لاړ او هلته یې خینې کسان ددې څانګې لپاره غوره کړل. په دغو ورځو کې د پښتونخوا ځينې کورنۍ ډيلي ته راغلې ـ

چې په هغو کې ځیني کسان چکرورتي کپور، او د هغه ورور تربېني لال کپور، د صوبه سرحد(اوسنی خیبر پښتونخوا) د ډاکتر خان د وزارت يو غړى جمنا داس تلواړ او د هغه ورور کيشوري لال تلواړ، هر بهګوان ملهوتره ( ژباړونکي او نطاق )؛ ولي محمد بابر ( نطاق)؛ رګهوناتهـ پوري ( کاتب) او رام لال (مرستیال) دډیلي دپښتو څانګې دغړو توګه وټاکل شول . تر هغه وروسته عبد الحق ګران صاحب افغانستان ته لاړ او د هغه پر ځاې د دې څانګې د پښتنو د مخالفت برسېره بهو ميتر سهګل ، چې په پوزه يې مچ نه پرېښود ددې څانګې د سوپرواېئزر په توګه وټاکل شو ـ

دې څانګې د کارکونکو د احتجاج له کبله څو ورځې خپرونې ونکړې شوې بیا منوهر سینګ بتهره د پښتنو د دغې غوښتنې او احتجاج د تل لپاره ختمولو په خاطر ، چې مقامات له منډو ترړو خبر وساتي ، د اداري چارواکي پر توګه ګومارل شوی و چې بېا هغه د خپلو مهارتونوپر بنسټ د کيشوري لال صاحب شاګردي وکړه او لږه پښتو يې زده کړه چې له هغې وروسته افغانستان ته د دوه کالوزده کړې لپاره کابل ته لاړ ـ يو کال وروسته د لکي مروت ېوبل ځوان چې دریډیو په پښتو څانګه کې دکتابت دنده سرته رسوله ،خو کوم پښتو سنداو سر ټیفیکیټ يې نه درلود د يوه کال زده کړې لپاره کابل ته ولېږل شو ـ دوي دواړه په يو وخت بېرته له کابله راستانه شول ـ

لومړى دوی ته په پښتو څانګه کې په مو قتي توګه دنده ورکړل شوه څو چې وروسته کومه څوکۍ تشه شي او دوی پرې وګومارل شي . په ۱۹۷۱ کې په دغه څانګه کې ښاغلي منوهر سينګ بتره صیب ترفيع وکړه .زه ددې ټکو لیکوال په ۱۹۷۵ زیږدیز کال دچاندیګر په ښار کې دپنجاب پوهنتون زده کوونکی وم او یوځل دآل انډیا راډیو پښتو څانګې ته ورغلم هلته مې بتره صیب په دغه څانګه کې ولید هغه زما سره یوه مرکه هم وکړه چې بیادال انډیا راډیوپښتو څانګې له خوا خپره شوه ـ

په آل انديا راډیو پښتو څانګه کې د ښاغلي بتره له تګ وروسته دویم کس ښاغلي پرمانند په موقتي توګه تر ۱۹۷۷ پدغه چوکۍ پاتې شو او ۱۹۷۷ په پای کې د پښتو څانګې د سوپرواېئزر يا مشر په توګه وټاکل شو ـښاغلي پرمانند ۱۹۸۱ کې تقاعد وکړ او دآل انډیا راډیو دپښتو څانګې څوکۍ بیا تشه شوه ـ د ۱۹۸۲ داګست دمیاشتې دشلمې نېټي نه د ۲۰۰۹ زیږدیز کال ددسمبر دمیاشتې تر يو دېرشمې نېټي پورې ښا غلي روشن لال ملهوتره صیب ددغې ځانګې د سوپروايئزر په توګه کار
وکړ ـ

دآل انډیا راډیو دبهرنیانو لپاره دپښتو ژبې تر څنګ په ۲۷ ژبولکه : عربي ، برمي، فارسي، چينايي، فرانسوي ، انډونېشيايي، نېپالي ،دري ،بلوچي ، روسي، سینهالي سربېره په تایلینډي ، تبتی ،انګریزي او نورو ډیروژبو کې خپرونې پیل کړې.

دآل انډیا راډیو پښتو پروګرام چې پخوا د دسهار له خوا دافغانستان په وخت په پاو باوندې اووبجونه تر اتو بجو پورې و دقرآن شریف په تلاوت او د نعت په ویلو يا پښتو سندره به پیل کیده او بیا به خبرونه و، ورپسې به د ورځپاڼو تبصره او کله پخوانۍ پښتواو هندي فلمي سندرې او هم فرمایشي سندرې وړاندې کیدلې.

. آل انډېا راډيو غرمنۍ ېو ساعته خپرونه هم لرله چې د نفرو د کمښت په وجه ډیر کلونه وروسته بنده شوه ـ د راډېو تېر ماښام د پاو کم اووه بجو نه تر اته بجو خپرونه ډېره په زړه پورې وه ـ د ۱۹۷۷ نه تر ۱۹۹۰ پورې دغې پروګرامونه ته به هره مېاشت شاوخوا اووه نيم زره ليکونه رسېدل چې غېر له د اردو چې د هند سېمه اېزه ( محلي ) ژبه ده هېڅ يوې څا نګې دومره مقبوليت نه درلود ـ

د تېر ماښام پروګرامونو کې پرته له د خبرونو، تبصرې ، فرمايشي سندرو ، د مرغلرو، سباوون غوټۍ، خویندې میندې، حجرې مجلس، ګوړې شکرې، ستاسوليک راورسېد، ستاسو ليک ستاسو سندره ، امېل د ګلو، شعر و ادب، ډرامې، سندرېزې کيسې ، يک رنګ، فلمي کيسې ، په نېکواو مبارکو ورځو ځانګړې خپرونې او راپورتاژونه ، مرکې او مقالې خپریدلې ـ ال انډېا راډيو به يو وخت د هندي سندرغاړو سره هره سه شنبه نوې نوې پښتو سندرې هم ثبتولې چې بيا ماښامنۍ خپرونه کې به خپرېدلې ـ

سربیره پردې به دپښتو دپخوانیو هنرمندانو مظفرخان ، ارواښاد استاد سبز علي خان ، استاد صحبت خان اينځر ګل، نور رحمان، ګلناربيګم، کيشور سلطان، قمروجان، دلبرجان، دافغانستان دهنرمندانو استاد حفیظ الله خیال، ناشناس، استاد سر اهنګ، ازاده،ارواښادې میرمن رخشانه ، اولمير، ګلزمان، ارواښادې میرمن ژیلا ، میرمن قمرګلې او نورو پښتو هنرمندانو سندرې هم خپرولې . دآل انډیا ریډیو پښتو څانګه اوس هم دافغانستان او دپښتونخوا پښتنو ته په پښتو ژبه خپرونې لري . باېد ووايم چې آل انډیا راډیو د پښتو د ټولو زړو سندرو ډېره غني. شتمنه او لويه زېرمه لري .

دآل انډیا راډیو په پښتو څانګو کې په هند کې دمیشته پښتو ژبو هندیانو نه برسیره افغانانوهم کارکاوه.

. په هندي پښتنوکې ښاغلو ولي محمد بابر ، روشن لال ملهوترا، ثنا ءالله خان یوسفزی، رام پرکاش بونېروال، هریندرپوري سواتي، ممتاز ولي ، آغلې سیما ، نطاقان اوپه مو قتي کارکونکو کې رام سرن کپور، کرم چند لاله، محمد سعيد شامل دي ـ

ځینوافغاني پښتو ژورنالیستانو لکه دافغانستان تکړه لیکوال او تاریخپوه ښاغلی غوث خیبري، ښاغلي محب صیب ، امین واکمن، اغلې تورپيکۍ خادم، ښاغلي ډآکټر ضامن مومند، فضل واحد وردګ ، محمد صادق مالیار او محمد ابراهيم سیار ، محبوب الله خان هم پکې نطاقي او ویندویی کوله .

ددې څانګي په مو قتي کار کونکو کې چې وخت په وخت به راډیو ته بلل کېدل دغه نومونه د یا دونې وړ دي ؛ زيبا خادم، عبدالعلي ارغنداوى، سحر پتيال، انجنير حنيف، استادشیرندل ګرديوال، ډاکتر هاشم سليمان خېل، ګرانه نيازي ،ښا غلی استادعبدا لخالق رشيد ، آغلې پو هنمله رحیمه رشید،اغلې حنيفه اوښاغلی ديا سينګ انجان ـ
پټه دې نه وي چې دښاغلي ملهوتراصیب وروسته اوس دغه څانګه کوم ځانګړی مشر نلري خو دژباړې او ویندویۍ چارې یې ښاغلی هریندر کمار سواتي پر مخ وړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه