دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان خبریالې انیسې شهید ته د خبریالانو د نړیوال مرکز له لوري...

افغان خبریالې انیسې شهید ته د خبریالانو د نړیوال مرکز له لوري د ۲۰۲۲ کال زړورې خبریالې جایزه ورکړل شوه.

ويب ډیسک

افغان خبریالې انیسې شهید ته د خبریالانو د نړیوال مرکز له لوري د ۲۰۲۲ کال زړورې خبریالې جایزه ورکړل شوه.
یاد مرکز د کویډ ۱۹ په تړاو د آغلې شهید څېړنیز رپوټونه ستایلي او له همدې امله یې زړوره خبریاله نومولې ده.
دا جایزه هر کال د دغه مرکز له لوري هغو خبریالانو ته ورکول کېږي چې اغېزمن کار یې کړی وي او د خلکو پر ژوند یې اغېز مالوم وي.
دغه مرکز سږ کال ۱۴ خبریالان د زړورو خبریالانو په توګه اعلان کړي دي.

له انیسه شهید سربېره یو شمېر اوکراییني خبریالان هم د دغه مرکز له لوري ستایل شوي چې نړیوالو ته یې د اوکرایین جګړې ریښتینی تصویر وړاندې کړی.
د دې جایزې درېیم ګټونکی کارلوس دی چې السالوادور کې یې د فساد بربنډولو په تړاو انلاین بڼه راپورونه خپرول.

څلورم ګټونکی یې کریستو ګروزوف او د هغه سازمان دی چې پر اوکرایین د روسیې د بریدونو د ناسمو معلوماتو د افشا کولو له امله د زړورو خبریالانو په ډله کې راغلی دی.
تمه ده چې دا جایزه د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې یادو ګټونکو ته ورکړل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه