دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد تاجکستان یوشمېر ډرېوران په افغانستان کې ایسار پاتې دي

د تاجکستان یوشمېر ډرېوران په افغانستان کې ایسار پاتې دي

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت تاییدوي چې د شیرخان بندردروازه یې بنده کړې. دا پرېکړه د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته کېږي چې له مخې یې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو یوشمېر تاجک موټر چلونکو ته اجازه نه وه ورکړې چې بیرته تاجکستان ته ستانه شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد آزادۍ راډیو وویل، دوی دې کار ته وروسته له هغه اړشول چې د تاجکستان چارواکو د افغانانو پرمخ د خپلې پولې د خلاصولو لپاره د دوی پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایه.

ښاغلي مجاهد وویل، ترڅو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د بهرنیو چارو د وزارتونو په کچه یو تفاهم نه وي شوی د شیرخان بندر دروازه به بنده وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه