دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښتونخوا په رګ ويد کښې 

پښتونخوا په رګ ويد کښې 

لیک : نور اپریدی

رګ ويد کتاب چې د هندوانو يو مذهبي کتاب دے او د نن نه درې نيم څلور زره کاله پخوا د هندوکش په ځنډو کښې وٸيلے شوے دے ـ د پوهانو په خيال رګ د دنيا د ټولو نه زوړ موندلے شوے کتاب دے ـ په دې کتاب کښې لکه څنګه چې مونږ د پښتون قام نوم او نشان په څرګند ډول ګورو داسې د پښتونخوا د سيندونو غرونو نومونه هم پکښې مونږ په واضح ډول ليدے شو ـ

پوهان دا نظر لري چې د رګ ويد ړومبې حصې په پښتونخوا کښې وٸيلې شوې او بيا روستو نورې حصې ٸې د ګنګا جمنا سره ليکلې شوې او وٸيلې شوې ـ

مونږ به په رګ ويد کښې د پښتونخوا د غرونو سيندونو نومونه ګورو او په هغې به بحث کوو ـ

په رګ ويد کښې چې د کوم سيند ډير زيات ذکر راغلے دے هغه (سيندو) يعني اباسين سيند دے ـ د ځنې پوهانو په خيال چې په ارياٶ باندې دغه سيندو يعني اباسين دومره سپيځلے او مقدس وو چې د خپل مذهب نوم ٸې هم د سيندو په نوم کيښودل يعني هيندو ـ

کوبها : دغه سيند يوناني ليکوالو د (کونن) په نوم ياد کړے دے ـ د پوهانو په خيال باندې دا سيند د کابل سيند دے ـ

 

کرومو : په رګ ويد کښې دا سيند هم د کرومو په نوم ياد دے او هم د کرامو په نوم ـ د پوهانو په خيال دا سيند د کرمې سيند دے ـ

 

ګوماتي : د دې سيند په حقله د پوهانو د خيال دے چې دا سيند ګومل سيند دے ـ ګوماتي د رګ ويد په سرودونو کښې هميشه د کرومو سره يو ځاے راغلې ده ـ

 

سوتي يا سواستو : په رګ ويد کښې د دې سيند نوم سواستو دے او يونانيانو د سواستن په نوم ذکر کړے دے ـ

د پوهانو په خيال باندې دا د سوات سيند دے ـ دا سيند چيني زاٸر هيون سانګ د سوپوفاسوتو په الفاظود ياد کړے دے ـ

 

راسا : د دې سيند په حقله پوهان لا چپ دي خو احتمال کيدے شي چې دا سيند د کوڼ سيند وي ـ

 

تريشتاما اواني تابها : د پوهانو په خيال دا د دوو سيندونو دوه نومونه دي ـ د دې په حقله هم څه نه شي وٸيلے خو پوهان دا ګڼي چې دا به د رود پنجکوړه او رود الي شنګ وي ـ

 

دا وو په رګ ويد کښې د پښتونخوا د سيندونو نومونه ـ خو لکه چې ما څنګه وٸيلي دي چې د کوم سيند ذکر بيا بيا په رګ ويد کې شوے دے هغه اباسين يعني سيندو دے په رګ ويد کښې يو ځاے چې دا ټول سيندونه ذکر کيږي نو واٸي :

 

اے سندو يعني (اباسين ) ته اول د خپلو سرتيزه اوبو سره ترشتاما راسا ، سوتي او کوبها شاملوې ـ او بيا د خپل ګاډي سره ګوماتي او کرومو هم راکاږې ـ

 

دا بره ټول سيندونه ما ذکر کړي دي ـ

 

اوس د پښتونخوا علاقو ته راځو :

ګندهارا : د پوهانو په خيال باندې چې ګندهارا کومې علاقې ته په وثوق سره استعمال دے هغه د نن وخت پېښور خواوشا علاقه ده ـ خو ځنې داسې پوهان هم شته چې هغوٸ ګندهارا يوازې د پېښور وادي نه ګڼي بلکښې ټوله پښتونخوا تر سواته پورې ګندهارا ګڼي ـ د ګندهارا ذکر صرف په رګ ويد کښې نه دے شوے بلکښې د يوناني مورخينو په ليکنو کښې هم شوے دے ـ

 

بهليکا : د پوهانو په خيال بهليکا نه مراد بلخ دے ـ چې په اويستا نومې کتاب کښې د بخدي يا باخدي په نوم ذکر دے ـ

 

منجوان غر : د پوهانو په خيال چې په اتهر ويد کښې د سوما کومې بوټے به د شپې ريبدلے کيدو نو هغه هم د دې منجوان غر دپاسه به ټوکيدل او بيا به پيغلو د سپوږمي په رڼا کښې ريبدل ـ يو انګريز په دې حقله پوره تحقيق کړے زما په خيال د دې انګريز نوم انولډسن ده هغه يوه ټپه راوړې ده چې د لٶ کولو په وخت به پيغلو وٸيلې وي :

 

سپوږميه ګړنګ وهه راخيژه

يار مې د ګلو لٶ کوي ګوتې ريبينه

 

نو د پوهانو په خيال د منجوان غر د منجان غر دے ـ دا غر د هندوکش په شرقي لړ کښې داخل دے ـ

 

دا وو د پښتنو يا د پښتونخوا د غرونو او سيندونو نومونه چې ما په اسانو لفظونو کښې تاسو ته کيښودل ـ

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه