دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعمران خان ته احتمالا یوه مالي رسوایي انتظار کوي

عمران خان ته احتمالا یوه مالي رسوایي انتظار کوي

ويب ډیسک

د پرنټ آنلاین خپرونې د راپور له مخې عمران خان ته ښایي دهغه د نژدې ملګري پاکستاني سوداګر عارف نقوي په جرمي دوسیه کې سرخوږی پیدا شي.

نقوي چې د متحدو ایالتونو له خوا په مالي جرمونو او سرغړونو تورن دی او د ډوبی واکمنو په میلیونونو ډالره جریمو محکوم کړی اوس په برتانیا کې په خپل کور کې نظر بند دی او امریکا ته د ده د سپارلو د حکم په اړه د استیناف محکمې حکم ته سترګې په لاره دی.

متحدو ایالتونو نوموړی د چل ول او د پیسو د مینځلو یا د غیرقانوني پیسو د سپینولو په ګډون د جرمونو په ۱۶ مواردو تورن کړی دی.

نقوي ته نژدې سرچینو ویلي، هغه محکمې ته اعتراف کړی چې په ۲۰۱۳ کال کې یې له همدې پیسو څخه د عمران خان انتخاباتي کمپاین ته ۲۲ میلیون ډالره بسپنه ورکړې ده.
خپرونه پوښتنه کوي، آیا د عمران خان هغه تورونه چې ویل به یې، امریکا د ده د حکومت د پرځولو هڅه کوي، خو به د همدې تورونو د شنډولو هڅه نه وه؟

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه