دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍزېلېنسکي ګواښ کړی چې که روسي ځواکونه په ماريوپول ښار کې پاتې...

زېلېنسکي ګواښ کړی چې که روسي ځواکونه په ماريوپول ښار کې پاتې اوکرايني سرتيري ختم کړي نو د سولې خبرې به ودروي.

ويب ډیسک

د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي ګواښ کړی چې که روسي ځواکونه په ماريوپول ښار کې پاتې اوکرايني سرتيري ختم کړي نو د سولې خبرې به ودروي.
د روسیې دفاع وزارت د اپرېل پر ۱۶مه ادعا کړې چې تر يوې اونۍ سختې جګړې وروسته یې ماريوپول ښار نيولی او پاتې ځيني اوکرايني جنګيالي يې محاصره کړي دي.

د روسانو د ادعا ترمخه اوکراين په دې ښار کې ۴،۰۰۰ سرتېري بايللي دي.

د اوکراين ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي د اپرېل پر ۱۶مه خبرداری ورکړی چې که په دغه ښار کې یې د پوځيان ختمول دوام وکړي نو له روسیې سره به هر قسمه مذاکرات ختم کړي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه د اوکراين اشغال پيل کړی او د نړيوالو پر سختو بندیزونو سربېره یې هم دوام ورکړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه