دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډاکټر عبدالله عبدالله:د سولې پروسه باید چټکه شي .

ډاکټر عبدالله عبدالله:د سولې پروسه باید چټکه شي .

ویب ډیسک

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ترویکا غړو هېوادونو په نوښت مسکو کې د افغان سولې په تړاو نن پنجشنبه د ( کب ۲۸ نېټه) جوړه شوې غونډه کې وویل: څلوېښت کاله جنګ افغانستان او افغانان په ټولو برخو کې زیانمن کړل.

اوس وخت دا رارسیدلی، چې جنګ او تاوتریخوالی پایې ته ورسیږي او سوله او ثبات ټینګ شي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازولۍ یې پدې ناسته کې خبرې کولې ټینګار وکړ، چې د جنګ او نا امنو سره سره افغانستان په تېرو شلو کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې لاسته راوړنې لرلې، په بېلا بېلو برخو، د افغانانو د اساسي حقونو، د بیان ازادۍ، د مېرمنو حقوق او د هېواد د سرنوشت په ټاکلو کې هر افغان لاسرسی لاره.

ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، سیاسي ګوندونه او جریانونه، سیاسي او قومي رهبرانو، بېلابېلو مدني ټولنو او په ټوله کې ټولو افغانانو د سولې په برخه کې خپل ښه نیت ښکاره کړی او په صداقت سره ټولو په یوه خوله د سولې غږ ته مثبت ځواب ویلی، اوس سوله زموږ د ټولو خلکو په ګډه غوښتنه بدله شوې.

زموږ خلک تمه لري، چې طالبان له جنګ او وینې توېدنې لاس واخلي او د سولې ته صادقانه مثبت ځواب ووایي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس وویل، زموږ خلکو فکر کاوه، چې د طالبانو د بندیانو په خوشې کېدو سره به، جنګ او تاوتریخوالی کم شي، ولې برعکس جنګ شدت پیدا کړی او هره ورځ زموږ خلک قرباني کیږي.
جنګ د حل لار نده او ټول باید په خپلو محاسبو کې دا په نظر کې ونیسي.

اوسنی افغانستان پخوانی افغانستان ندی او هیڅ ډله نشي کولی، چې په جنګ او زور سره پر افغانانو خپله اراده ومني.
هروخت مو ویلي، چې جنګ ګټونکی او سوله بایلونکی نلري، د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اترو پیل یو مثبت ګام وه، پدې وخت کې مو ښې لاسته راوړنې لرلې، باید دا پروسه چټکتیا پیدا کړي.
په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمي او نړۍ په سوله او ثبات ښه تاثیر لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه