ويب ډیسک
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو د زور زیاتي په اړه اندېښنې په کابل کې د دغه هیواد له سفیر بهادر امینیان سره شریکې کړي دي.
امیر خان متقي ویلي چې له افغان کډوالو سره هغه هیواد کې ناوړه چلند د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: “د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د افغان مهاجرینو سره د شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې ایران کي خپلو مشرانو ته دا پیغام ورسوي تر څو خپلو امنیتي او اړوندو ادارو ته له افغان مهاجرینو سره په سرحدي سیمو او ښارونو کې د ناسمو کړنو د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.”
د تیرې یکشنبې په ورځ د ایران د مشهد ښار په امام رضا روضه کې پر یو روحاني د چاړې تر برید ورسته په هغه هیواد کې د افغان کډوالو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
بلخوا د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي تیره ورځ ۱۵۱۳ نور افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته په زور او داوطلب ډول ستانه شوي دي.


