یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له تعلیم څخه...

افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له تعلیم څخه بې برخې دي.

ويب ډیسک

 

د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ یوځل بیا په افغانستان کې د منځنیو ښوونځیو او لېسو د میلیونونه زده کوونکو نجونو پر تعلیم د بندیز د پرېکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

 

د ځوانو نجونو پر تعلیم د طالبانو د بندیز پرون ۲۰۰ ورځې پوره شوې. د بشري حقونو د څار د ډلې د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار د سه شنبې په ورځ (د وري په ۱۶مه) ازادۍ راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت باید سمدستي د نجونو ښوونځي پرانیزي.

مېرمن بار زیاته کړه چې افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له زده کړو بې برخې شوې دي.

 

د طالبانو حکومت د خپلې مخکینۍ ژمنې پر خلاف د وري په دریمه نېټه تر شپږم د لوړو ټولګيو د زد کوونکو نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه. دې پرېکړې په هېواد کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه وپارول.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه