دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملا هیبت الله په افغانستان کې د کوکنارو په کښت بندیز ولګاؤ

ملا هیبت الله په افغانستان کې د کوکنارو په کښت بندیز ولګاؤ

ويب ډیسک

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د یو فرمان په ورکولو سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ.

د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن یکشنبه اپرېل دریمه (وري ۱۴) خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د یاد فرمان له صادرېدو وروسته په ټول هیواد کې د کوکنارو کښت په «مطلق» ډول بند دی.

په دغه فرمان کې ویل شوی:”د دې فرمان د صدور له نېټې وروسته د کوکنارو کرکیله په ټول هیواد کې په مطلق ډول منع دی او هیڅ څوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نکوي… د دفر مان تعمیل لازمي دی، که هر څوک تخلف وکړي، نو د عدلي او قضايي ادارو له لوري به تعقیبیږي او مجازات کیږي به.”

د طالبانو د مشر په فرمان کې ویل شوي که چیري هر څوک له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي د کوکنارو کښت به یې له منځه وړل کیږي او په خبره یې له سرغړونکي سره به یې د« اسلامي شریعت» له مخې چلند کیږي.

په فرمان کې د الکولي مشروباتو، هیروئین، شیشه، ټابلېټ کا او چرسو په ګډون د نورو نیشه موادو پر استعمال، انتقال پېر او پلور باندې هم بندیز لګول شوی دی.

د طالبانو مشر پر داسې مهال د کوکنارو د کښت بندېدو فرمان ورکوي چې همدا اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ټولولو وخت دی او خلکو په پراخه پیمانه کوکنار کرلي دي.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د مارچ نهمه (کب ۱۸) د ژغورنې نړیوالې کمېټې له مرستیالې میدلن سیدلر سره لیدنه کې ویلي و که چیري نړیواله ټولنه له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي، د طالبانو حکومت ژمن دی چې د مخدره موادو د کښت او کروندې مخه ونیسي.

نوموړي ویلي و چې په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه کسان په نشه يي توکو روږد دي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د مخدراتو او جرمونو پر ضد ادارې رپوټ ورکړی چې افغانستان په نړۍ کې د مخدراتو ستر تولیدونکی هیواد دی چې د نړۍ ۸۰فیصده اپین تولیدوي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کال کې رپوټ ورکړی و چې د مخدراتو کښت، تولید او قاچاق د افغانستان د اقتصاد شاوخوا ۱۱ فیصده جوړوي.

په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ په وخت -۱۹۹۶-۲۰۰۱- لومړۍ افغانستان کې د کوکنارو کرکیله زیاته شوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې په ۱۹۹۸ کال کې په افغانستان کې په شاوخوا ۴۱زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل کیدل، خو پّ ۲۰۰۰ کال کې دا شمیره ۶۴زره هکتاره کښت ته ورسیدله.

په ۲۰۰۰ کال کې طالبانو د کوکنارو کښت بند کړ او د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د ۲۰۰۱ کال د می په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نژدې صفر ته راټیټ شوی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه