یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسوات کې دوه کسان د ناموس په نوم وژل شوي

سوات کې دوه کسان د ناموس په نوم وژل شوي

ویب ډیسک

د خيبر پښتونخوا د سوات ضلعې په مټه شانګواټۍ سيمه کې دوه کسان د ناموس په نوم وژل شوي

د مټې د پولیس تاڼې مشر حبیب سعید د مارچ پر ۲۴مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل چې په شانګواټۍ کلي کې د نور رحمان په نوم یو تن په ډزو ويشتل شوی او ورپسې په خوا کې په يو کور کې دننه يوه ښځه هم وژل شوې ده.

 

پولیس وايي د پېښې پلټنې روانې دي او د دغو کسانو د وژنې په تور یې د ښځې یو رشته دار نیولی دی. پولیسو دا ناموسي وژنې بللي دي او د دریو مشکوکو کسانو پر ضد یې مقدمه درج کړې ده.

 

په تېره لنډه موده کې په سوات کې درې ښځې او دوه سړي د “غیرت” په نوم وژل شوي ول.

 

سرکاري شمیرې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې په سوات کې د ۳۸ ښځو په ګډون ۷۰ کسان د “ناموسي وژنو” ښکار شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه