یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپېښور په جومات کې ځانمرګي برید، لکبله ۳۰کسانو خپل ژوند له لاسه...

پېښور په جومات کې ځانمرګي برید، لکبله ۳۰کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي

ويب ډیسک

جمعې په ورځ د پېښور کوچې رسالدار سیمه د شیعه جومات دننه ځانمرګي چاودنې ولړزوله چې د روغتون چارواکو په وینا لږ تر لږه ۳۰ تنه لیډي ریډنګ روغتون ته راوړل شوي دي.

 

د روغتون چارواکو لږترلږه د ۸۰ کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړ شوی.

 

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سیف ویلي، په چاودنه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي چې د هغه په وینا ځانمرګی و. هغه زیاته کړه چې په برید کې دوه ترهګر هم شامل دي.

 

د پلازمېنې ښار پولیس افسر (سي سي پي او) د پېښور محمد اعجاز خان وویل چې د لیډي ریډنګ د میډیا منیجر عاصم خان وویل چې تر دې دمه روغتون ته ۳۰ تنه مړی راوړل شوي دي.

 

سي سي پي او وايي چې د لومړنيو رپورټونو له مخې د ښار په قيسه خواني بازار کې دوو بريدګرو جومات ته د ننوتلو هڅه وکړه او په ولاړ پوليس يې ډزې وکړې. سي پي او وايي، چې په نتيجه کې يو پولیس وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی. هغه وویل: هغه پاتې بریدګر بیا په جومات کې دننه منډه کړه او بم یې وتړلو.

 

پولیس چارواکي وحید خان اې پي ته وویل، چاودنه په داسې حال کې شوې چې د کوچې رسالدار په جومات کې لمونځ کونکي د جمعې لمانځه لپاره راټول شوي وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه