ويب ډیسک
ناپېژاندو وسلوالو د افغان سرحدي ځواکونو یو پخوانی افسر شمس الدین همت یکشنبه سهار د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په ډزو وژلی
. ښاغلي همت لس کاله په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو لیکو کې دنده ترسره کړې وه.
نوموړي څو کاله وړاندې د یو ماین د خونثا کولو پر مهال خپل دواړه لاسونه هم بایللي وو، چې وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا لخوا د درملنې لپاره هندوستان ته استول شوی و.
ښاغلی همت په هند کې تر یو کال انتظار وروسته بریالی نشو چې ځان ته مصنوعي لاسونه ولګوي، او بېرته افغانستان ته ستون شو. هغه له تېرو اتو کالو راهیسې کومه حکومتي دنده نه درلوده.
سرچیني وایي، له دې وړاندې د شمس الدین همت د کورنۍ ۱۴ نور غړي هم بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.


