ویب ډیسک
افغانستان د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول ویلي، راتلونکو میاشتو کې به د افغانستان په څلورو کونجو کې مقاومت پیل او د هېواد تر ازادۍ پورې به دوام ولري.
علي میثم نظري وايي «موږ باوري یو چې طالبان به مات کړو.»
د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې له طالبانو سره مذاکرات بې ګټې بللي دي.
د تهران خبرې په تېرو پنځو میاشتو کې له احمد مسعود سره د طالبانو لومړنۍ رسمي خبرې وې؛ د ایران په منځګړیتوب په تهران کې د طالبانو او مخالفینو ترمنځ د سوله ییز حل موندلو لپاره خبرې وشوې.
خو د ملي مقاومت جبهې خبرداری ورکړی چې دا مذاکرات د وسلو د ایښودلو په معنی نه دي.
وروسته له هغې وویل شول چې مسکو د طالبانو او ملي مقاومت جبهې ترمنځ د خبرو کوربه هم و. که څه هم دا خبر د تهران پر وړاندې روسي چارواکو نه دی تایید کړی، خو د سرچینو په وینا، احمد مسعود په مسکو کې له ملا برادر سره خبرې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څو ځله په رسمي توګه اعلان وکړ چې د طالبانو او مخالفې ډلې کوربه توب ته چمتو دي.
علي میثم نظري شهریور ورځپاڼې ته وویل: »مسکو نن پوه شو چې په افغانستان کې د طالبانو د ترهګرې ډلې بریا د روسیې په ګټه نه ده، ځکه طالبان د اسلامي ترهګرو ډلو ملاتړ کوي نظیر انصارالله او اسلامي حزب جنبش ازبکستان.»
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف چې په پیل کې باور درلود چې افغان جګړه پای ته ورسېده، اوس وايي «د طالبانو پر وړاندې د خلکو د پراخ مقاومت امکان شته.»


