یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ترکیې مشهوره خبریاله صدف کباش د ولسمشر رجب طیب اردوغان د...

د ترکیې مشهوره خبریاله صدف کباش د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سپکاوي په تور نیول شوې ده.

ويب ډیسک

د ترکیې د تلویزیون مشهوره خبریاله صدف کباش د “ولسمشر رجب طیب اردوغان د سپکاوي” په تور نیول شوې ده.

د هغې د وکیل په وینا، صدف کباش د شنبې په ورځ شاوخوا دوه بجې په استانبول کې له خپل کور څخه ونیول شوه. هغه محکمې ته ور پېژندل شوې او محکمې یې په رسمي ډول توقیف تایید کړی دی.

له نيول کېدو څو ساعته مخکې کباش د يوه پروګرام په ترڅ کې د چا د نوم له يادولو پرته يو متل ويلي وو: “که غوا تخت ته ورسېږي، هغه به پاچا نه شي، ماڼۍ به غوجله شي.”

د هغې دغه متل د دې هیواد په خلکو کې مشهور دی. په ترکیه کې ولسمشر ته سپکاوی یو جنایي جرم دی چې په جرم یې یو کس له یو څخه تر څلورو کلونو پورې په بند محکومیږي.

د اردوغان ویاند فخرالدین التون په ټویټر کې لیکلي: “د یوې تلویزیوني شبکې خبریالې چې نفرت خپرولو بل کار نه لري په ښکاره زموږ ولسمشر ته سپکاوی کړی دی.” هغه زیاته کړه: “زه دا بې عزتي، دا ناوړه اخلاق په کلکه غندم.”

د ترکیې د خبریالانو اتحادیې د کابش نیول کېدل «د مطبوعاتو پر ازادۍ یو جدي برید» بللی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه