دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټام وېسټ به ناروې کې له طالب پلاوي سره د ټول شموله...

ټام وېسټ به ناروې کې له طالب پلاوي سره د ټول شموله سیاسي نظام پر جوړېدو خبرې وکړي.

ويب ډیسک

متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د چارو لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټام وېسټ به له طالب پلاوي سره د ټول شموله سیاسي نظام پر جوړېدو خبرې وکړي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي، دا خبرې سبا د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د سیاسي نظام جوړول چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي، له طالبانو سره د ټام ویسټ د ناستې د اجنډا په سر کې ځای لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه