لیک : ډاکټر لطیف یاد
ابو المظفر سراج الدین محمد چې په بهادرشاه ظفر سره هم مشهور دی په هندوستان کې دمغولو دسلطنت وروستني واکمن و .
په هندوستان کې دمغولو دسلطنت بنسټ هغه وخت کیښودل شو کله چې بابر په ۱۵۲۶ زیږدیز/میلادي کال پر هندوستان برید وکړ او دهند پښتون لودي سلطان ابراهیم ته یې دپاني پت په تاریخي ډګر کې ماتې ورکړه او هغه یې وواژه . تر هغه وروسته مغولو پر هندوستان ۳۳۱ کلونه واکمني وکړه چې څه باندې درې نیمې پیړۍ کیږي .
بهادرشاه ظفر په هندوستان کې دمغولو نو لسم او وروستنی واکمن و چې د۱۷۷۵ زیږدیز کال دنوامبر په میاشت کې زیږیدلی و او داکبرشاه ثانی زوی و چې دخپل پلار تر مړینې وروسته د۱۸۳۷زیږدیز کال دسپتمبر دمیاشتې په ۲۸ نیټه دهند دواکمنۍ پر ګدۍ کښیناست او د۱۸۵۷ زیږدیز کال دسپتمبر تر ۱۴ نیټې پورې دهندوستان واکمن وچې دواکمنۍ ټوله موده یې شل کاله وه .
کله چې په ۱۸۵۷ زیږدیز کال کې په هند کې دپیرنګیانو خلاف دخپلواکۍ غوښتونکو غورځنګ پیل شو هرې خواته دا نارې پورته شوې چې انګریزانو زموږ له هیواده لاړشئ چې پخپله بهادرشاه ظفر هم دخپلواکي غوښتونکو ملګری و.
خو له بده مرغه انګریزانو د۱۸۵۷کال دهندوستان دآزادۍ غوښتونکو پرګنو او ولسونو پاڅون په ډیرې بې رحمۍ سره وټکاوه او دخپلواکۍ جکړه ناکامه شوه . انګریزانو نه یوازې بهادرشاه ظفر ونیو ، بلکې په زرګونو خپلواکي غو ښتونکي هندوان او مسلمانان یې له تیغه تیر کړل.
هغه وخت چې انګریزانو بهادرشاه ظفر ونیوه نودډیلي په خوني دروازه کې یې دده دوه زامن او یو لمسي دده په وړاندې ووژل او دي یې هما غلته په سترګو ړوند کړاو دبرما یا اوسني میانمار دهیواد پلازمینې رنګون ته یې ولیږه څو هماغلته په ډيرې بدمرغۍ او مایوسۍ کې مړشو او په دې توګه په هندوستان کې دمغولو دسلطنت ټغر دتل لپاره ټول شو .
بهادرشاه ظفر د اردو ژبې ښه شاعر او ددیوان خاوند و.دده په ویاړ په ډیلي کې یو روډ هم جوړشوی دي او په هند کې دهندوستان فلمی اینډسټرۍ بالیووډ دده په نامه یو فلم هم جوړ کړی دی.
بهادرشاه ظفر لاندینی شعر هغه وخت ویلی دی چې کله یې سترګې یې ړندې شوې او دناهیلۍ په عالم کې یې شپې اوورځې تیرولې :
نہ کسی کی آنکھ کا نُور ہوں
نہ کسی کے دِل کا قرار ہوں
جو کسی کے کام نہ آ سکے،
میں وہ ایک مُشتِ غُبار ہوں
نہ تو میں کسی کا حبیب ہوں
نہ تو میں کسی کا رقیب ہوں
جو بگڑ گیا وہ نصیب ہوں
جو اجڑ گیا وہ دیار ہوں
میں نہیں ہوں نغمۂ جاں فزا
مجھے سن کے کوئی کرے گا کیا
میں بڑے بروگ کی ہوں صدا
کسی دل جلے کی پکار ہوں
میں کہاں رہوں ،میں کہاں بسوں
نہ یہ مجھ سے خوش،نہ وہ مجھ سے خوش
میں زمیں کی پیٹھ کا بوجھ ہوں
میں فلک کے دل کا غبار ہوں
میرا رنگ روپ بگڑ گیا
میرا یار مجھ سے بچھڑ گیا
جو چمن خزاں سے اجڑ گیا
میں اسی کی فصل بہار ہوں
پئے فاتحہ کوئی آئے کیوں؟
کوئی چار پھول چڑھائے کیوں؟
کوئی آ کے شمع جلائے کیوں؟
میں وہ بے کسی کا مزار ہوں۔۔۔!!!۔
“بہادر شاہ ظفر”


