سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد طالبانو او ترکمن پوځيانو تر منځ د جوزجان ولايت په خماب...

د طالبانو او ترکمن پوځيانو تر منځ د جوزجان ولايت په خماب ولسوالۍ کې نښته رامنځ ته شوې ده.

ویب ډیسک

په افغانستان کې ځايي رسنۍ وايي چې د طالبانو او ترکمن پوځيانو تر منځ د جوزجان ولايت په خماب ولسوالۍ کې نښته رامنځ ته شوې ده.

ځايي رسنۍ جوزجان ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د سرپرست هلال بلخي له خولې وايي، چې درې ورځې وړاندې د ترکمنستان پوله ساتو يو ولسي وګړی وژلی او بل ټپي کړی وی، دوی (دوشنبې درېيم جنوري) د پېښې امنيتي وضعيت څېړلو په موخه خماب ولسوالۍ کې پولې ته ورغلل چې د ترکمن سرحدي ځواکونو له بريد سره مخ شول.

د افغانستان جوزجان ولايت د ترکمنستان سره پر ګډه پوله پروت دی.

ښاغلي بلخي ويلي چې، دوی په ځواب کې هوايي ډزې وکړې خو د مرګژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو مرکزي وياندويانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه