ويب ډیسک
یوه امریکایي ښځه له شکاګو څخه ایسلنډ ته د پرواز پر مهال کله چې د خپل کرونا ټیسټ له مثبتې نتیجې څخه خبریږي، په ساعتونو ځان د الوتکې په تشناب یا توالت کې بندوي.
نوموړې په دې لنډه موده کې د ټولنیزو شبکو په یوې مشهورې څیرې بدله شوه چې اوس په میلیونونو تعقیبوونکي لري.
د الوتکې مسافره ماریسا فوتیو، په ستونې کې د خارښت او درد تر احساسولو وروسته متوجه شوه چې خپل د کرونا ټیسټ وکړي.
دغې امریکایي ښوونکې وروسته تر دې چې د کرونا ټیسټ یي مثبت وخوت، په الوتکې د سپرو کسانو د حفاظت په خاطر ځان د الوتکې په توالت کې قرنطین کړ او د سفر تر پایه یعنې ۴ ساعته په توالت کې پاتې شوه.
میرمن فوتیو وروسته له دې چې په توالت کې په رضا ډول د قرنطین ویډیو یي خپره کړه، په ټولنیزو رسنیو کې په یوې مشهورې څیرې بدله شوه.
هغه ویډیو چې ماریسا فوتیو خپره کړې وه، د پنجشنبې ورځې له غرمې وروسته تر ۴،۳ میلیونه ډیر وارې لیدل شوې ده.


