یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍچین: امريکا بايد د چين اړیکو ته په سم نظر اړيکې وګوري

چین: امريکا بايد د چين اړیکو ته په سم نظر اړيکې وګوري

ويب ډیسک

د امريکې ولسمشر جوبايډن د ډسمبر په ۲۷مه نېټه د ۷۷۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د ۲۰۲۲م کال د مالي کال د دفاع صلاحیت مصوبه لاسليک کړه چې په دې سره دغې مصوبې رسمي قانوني بڼه خپله کړه. په دغه مصوبه کې د چین په اړه ډېرې مادې شتون لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د ډسمبر په ۲۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، چې چین له امريکې څخه غواړي، چې د سړې جګړې نظرونه او تعصب پرېږدي، په سمه توګه دې د چین د پرمختګ او د چین او امريکې ترمنځ اړيکې وګوري، د چین پر وړاندې یا چین ته د زیان رسولو په موخه د دغې مصوبې مادې بايد تطبیق نه کړي او په مهمو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ دې نه ویجاړوي.

نوموړي پر دې ټینګار وکړ، چې چین د امريکا له هغه عمل سره کلک مخالفت کوي چې د دغې مصوبې له لارې د چین ګټو ته زیانونه رسوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه