دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهرضا رباني :د پاکستان پوځ دې له افغانستان سره د دې هېواد...

رضا رباني :د پاکستان پوځ دې له افغانستان سره د دې هېواد په پوله کې اغزن تار کش کړی دی

ويب ډیسک

پاکستان د سنا مجلس سناتور رضا رباني د سنا په غونډه کې د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې ولې د افغانستان د طالبانو ملاتړ کوي په داسې حال کې چې دغه ډله «د دواړو هېوادونو تر منځ ډېورنډ پوله په رسمیت نه پېژني.»

په دې وروستیو کې طالب جنګیالیو په ځینو سرحدي سیمو کې د اغزن سیم د لګولو مخه نیولې ده.

رباني د جمعې په ورځ د سنا په غونډه کې ویلي، حکومت دې د طالبانو له لوري په سرحدي سیمه کې د اغزن تار د لرې کولو په اړه معلومات ورکړي. د پاکستان پوځ له افغانستان سره د دې هېواد په پوله کې اغزن تار کش کړی دی. پاکستان سرحدي سیمه شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره په اغزن تار پوښلې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي تایید کړې چې د ننګرهار ولایت په ختیځ سرحدي سیمه کې د پاکستان پوځ لخوا د اغزن تار د جوړولو مخه نیول شوې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو تر منځ د جګړو په تعقیب، قاري فصیح الدین دې ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي په خپل ټویټر خپاره کړي انځورونو کې ویلي چې د ننګرهار ولایت په لالپور ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري نقطه کې قرار درلود.

قاري فصیح الدین ویلي، «طالبان د ګاونډیو اړیکو ته ژمن دي خو د تېري په صورت کې به چوپ پاتې نه شي.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه