ويب ډیسک
د غزني ولایت له پاره د طالبانو مسوولین تائیدوي چې د سلطان محمود خصوصي پوهنتون مشر ډاکټر معراج د ناڅرګنده وسله ولو له خوا وژل شوی دی. په غزني ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوموړي څو ورځې وړاندې د ناپېژاندو وسله والو له خوا تښتول شوی وو چې وړمه ورځ یې جسد موندل شوی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې د ډاکټر معراج د خلاصون له پاره د دوی پرسونل پلټنې پیل کړي وې، ترڅو د تښتوونکو له منګلو یې وژغوري خو بریالي شوي نه دي.
دوی همدا راز په ګوته کوي چې نوموړی د شخصي دښمنۍ له وجې وژل شوی دی.
دا په داسي حال کې ده چې نږدې یوه میاشت وړاندې یو فارمسست په خپل درملتون کې وژل شوی وو چې مسئولیت يې طالبانو پرغاړه واخېست او ويلي يې ول چې هغه يې له داعش سره د لاس لرو په تور وژلی.


