جاوید قمر باجوه له زلمي خلیلزاد سره کتلی

0
120

ویب ډیسک
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په افغان سوله خبرې کړي.
خلیلزاد د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره لیدنه کې د سولې پروسې او ددې پروسې برخه کې د پاکستان د نقش په تړاو خبرې کړې دي.
خلیلزاد له دې وړاندې په کابل او دوحه کې له افغان چارواکو او طالب استازو سره د سولې نوې طرح شریکه کړې ده او ویل کیږي ښايي له پاکستاني چارواکو سره هم په دې اړه خبرې وکړي.