دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسیې :دافغانستان د بیا جوړونې د باور صندوق د ټولو شتمنیو د...

روسیې :دافغانستان د بیا جوړونې د باور صندوق د ټولو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

ويب ډیسک

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بیا جوړونې د باور صندوق د ټولو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

نړیوال بانک له دې صندوق څخه ۵۰ میلیونه ډالره د خوړو او یونیسف نړیوال پروګرام ته ځانګړي کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، هېواد یې له دې اقدام ملاتړ کوي، خو د افغانستان د بیا جوړولو صندوق ټولې بودیجې باید خوشې او د هېواد په واک کې جوړې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د پنجشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۹مه د صندوق د بودیجې یوه برخه د بشري مرستو کافي وبلله.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه