سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد‌خوست قامي مشران وايي طالبان پخواني نظامیان وژني

د‌خوست قامي مشران وايي طالبان پخواني نظامیان وژني

ويب ډیسک

په خوست ولایت کې یو شمېر قومي مشرانو د طالبانو د حکومت له ځايي چارواکو سره یوه ناسته کې د هغو وژنو او د طالب وسله والو د ناسم چلند په تړاو خپل غږ پورته چې په وینا یې، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې شوي دي.

د سیمې خلک وايي، چې په تېرو څو اونیو کې هلته یو شمېر مخکني افغان سرتېري وژل شوي دي. د هغوی په وینا، په دغو هدفي بریدونو کې په ځانګړې توګه د خوست-ساتنې ځواک یا کمپاین په نامه سرتېري په نښه شوي دي.

هغوی همداراز وايي، چې طالبان د دغه مخکني ځواک کسان ځوروي او د هغوی شخصي ګاډي هم ترې په زور بیايي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، بېګا د بي بي سي په ستاسې غږ پروګرام کې بیا ټینګار وکړ، چې مشرتابه یې عمومي بښنه اعلان کړې او په وینا یې د مخکني دولت کسانو ته زیان رسول یې تګلاره نه ده.

خو د طالبانو د دغه رسمي دریځ خلاف، په تېرو څو میاشتو کې پر خوست سربېره د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د طالب وسله والو لخوا د خلکو د ځورونو او وژنو رپوټونه ورکړ شوي دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه