ویب ډیسک
د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دفتر وايي چې لومړي وزیر د افغانستان له پاره د وزیرانو د همغږۍ یوه مرکز پرانیستی چې په لومړنۍ غونډه کې یې له افغانستان سره د یو لړ مرستو اعلان وکړ.
د عمران خان دفتر د ټویټري پیغامونو له لارې ویلي چې پاکستان به له هغو افغان ناروغانو سره هم مرسته وکړي چې هندوستان ته د تداوی له پاره تللي او هلته بند پاتې دي.
په دغه غونډه کې عمران خان همدا راز سپارښتنه کړې چې له افغانستان سره پر پوله دې کارمندان ډیر کړل شي او دا چې په خپل سري توګه دې څوک سرحد نه بندوي. عمران خان همدا راز ویلي دي چې پاکستان به په دې حساس وخت کې افغانستان یوازې پرې نه ږدي.
او دا چې پر نړیوالې ټولنې یې یو ځل بیا غږ وکړ چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی د ټولو ګډ مسئولیت دی.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر همدا راز وايي چې پاکستان به د پنځه میلیارده پاکستاني کلدارو په ارزښت له افغانستان سره د غنمو، عاجلو طبي توکو او همدا راز د ژمي اړوند توکو په ورکولو سره له افغانانو سره مرسته وکړي.


