دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو د جنرال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ نوم بدل کړی

طالبانو د جنرال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ نوم بدل کړی

ويب ډیسک

طالبانو د هېواد سویل لویدیځ لپاره د جنرال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ نوم بدل کړی او د هغه چا نوم یې پرې ایښي چې جنرال رازق یې ترور کړ.

 

د طالبانو د ویاند مرستیال محمد جلال په یوه ټویټ کې د پولیسو د اکاډمۍ تصویر خپور کړی چې د ابو دوجانه په نامه نومول شوی دی.

 

ابو دوجانه د طالبانو یو نفوذی کس و چې د کندهار د والي د ساتونکي په توګه یې دنده ترسره کوله او درې کاله مخکې یې جنرال رازق او د کندهار امینه قومندان په یوه برید کې ووژل.

د ناټو امریکايي قومندان جنرال سکاټ میلر هم دغلته حضور درلود خو هغه ته زیان نه و رسېدلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه