لیک : الهام ملاخیل
نېشنلیزم مذهب ( وریجنل اسلام)
دا وخت مو د روان ناورین حل همدغه دی
وایي مامود خان ملا سوی دی رجعتي دی يه جلسو کې قران او حدیثونه وایي
زموږ نامنهاده دانشورانو ولې تر اوسه د خپلې ټولنې د روانو سیاسي، مذهبي، طبقاتي او انفرادي تضاداتو په رڼا کې تر اوسه د حل د پاره پخپله یوه تجزیاتي مطالعه، تجزیه او تجربه نه د کړې؟ چي بیا د یوې داسې نظریې نوم ورکړي چي هغه له ټولنې سره سل په سله کې په تضاد کې نه وي؟.
ټول ایزمونه(نظریات) خوندور دي خو د زمان او مکان په دایره کې
هر هغه پښتون دانشور چي په پښتون کې د لېبرلیزم ( libralism)خبره کوي هغه که انفرادي وي، که اجتماعي وي، که سیاسي وي، که معاشي وي او که مذهبي وي هغه پښتون نه دی
هر هغه پښتون دانشور چي په پښتون وطن کې د مارکسیزم خبره کوي هغه پښتون نه دی.
هر هغه پښتون دانشور چي د یورپین کلچر خبره کوي دیورپ د غیر اخلاقي افکارو پرچار کوي، د نام نهاده ترقي پسندۍ خبره کوي،د مذهب ( البته ملا بل مجلس دی )په اړه بد رد وایي هغه پښتون نه دی
هر هغه پښتون دانشور چي د سېکولرزم خبره کوي هغه پښتون نه دی.
هغه ځکه چې پښتون یو قام دی چي خپل کلچر لري،خپل یو مذهب لري خپل روایات لري، خپل سیاسي نظام لري خپل نفسیات لري،خپل دود دستور لري.
یو سوچ، یوه نظریه یو نظام هغه وخت په ټولنه کې د منلو وړ ګرزي تر څو چي هغه ده ټولنې له نفسیاتي دایرې نه وتلی نه وي.
د سوشلیزم نظریې موږ ته کومه ګټه راوړله؟ فان اسلامیزم نظریې موږ ته کومه ګټه راوړله ؟ ترقي پسندۍ موږ ته کومه ګټه راوړله؟
ټول مو مختې تجربه شوي دي.


