دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو امریکايي کانګريس ته لیک ليکلي ، د ښو اړيکو غوښتنه کړې

طالبانو امریکايي کانګريس ته لیک ليکلي ، د ښو اړيکو غوښتنه کړې

ویب ډیسک

د بهرنیو چارو وزارت د امریکا کانګریس ته په یوه پرانیستي لیک کې د ښو اړیکو غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې د امریکا او افغانستان د اړیکو له سل کلنۍ سره سم په یوه لیک کې د افغانستان د شتمنۍ او پولي ذخیرو خلاصول وغوښتل.

په لیک کې راغلي چې د افغانستان د شتمنۍ او پیسو کنګلول له منطق لرې دي.

د شتمنۍ کنګلول او اقتصادي بندیزونه روغتیا، معارف او د افغانستان نور ملکي خدمتونه زیانمنوي، چې د افغانستان د خلکو لپاره ښې پایلې نه لري.

دغه راز یادونه شوې، چې د ا.ا په راتګ سره په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او اوس د افغانستان له خاورې هېڅ ګواښ د سیمې او نړۍ هېوادونو ته نشته او ښو اړیکو او همکاریو ته لاره اوراه شوې ده. اوس د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ لپاره ښه زمینه مساعده ده.

په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالات هم په زراعت، صنعت او د افغانستان په معدنیاتو کې پانګونه کولای شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه