ویب ډیسک
د کندهار ولایت لپاره د طالبانو مشر حکومتي چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د داعش پر پټنځایونو د طالبانو په عملیاتو کې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنيه قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه دوشنبه د عقرب په شپږمه يې د کندهار په بېلابېلو برخو کې د داعش پر شپږو پټنځايونو عمليات کړي دي.
د کندهار د څلورمي امنیتي حوزې اړوند د سیدال روغتون په سیمه کي د طالب ځواکونو په عملیاتو کي د داعش څلور غړي وژل سوي او اته نور نیول سوي او ځینو یې ځانونو ته چاودنه ورکړې ده.


