ويب ډیسک
د ایټالیا د عدلیې وزیر اعلان وکړ چې هېواد یې د افغانستان د ښځو د حقونو فعالې ماریا بشیر ته د تابعیت سند ورکړی دی.
ماریا بشیر د افغانستان په تاریخ کې د لومړۍ میرمنې څارنوالي په توګه یادیږي. نوموړي تر دې وړاندې د هرات ولایت د سارنوالي د رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۱ کال کې ماریا بشیر ته د زړورتیا جایزه ورکړه. آغلې بشیر د سپتمبر په میاشت کې د طالبانو لاس ته د کابل له سقوط وروسته ایټالیا ته ورسېده.
د عرب نیوز د راپور له مخې مارتها کارطابیا د عدلیې وزیر ویلي، ایټالیا د ټولو هغو افغان ښځو ملاتړ کوي چې ماریا ته د تابعیت په ورکولو سره د خپلې ازادۍ او حقونو لپاره مبارزه کوي.


