ویب ډیسک
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې د اقتصادي وضعیت خرابېدو له امله غواړي له افغانانو سره خپلو مرستو کې زیاتوالی راولي.
د خبرپاڼې په حواله، دا مهال له نیمایي زیات افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او شاوخوا پنځه ملیونه په کور دننه بې ځایه شوي چې دا مهال مرستو ته اړتیا لري.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دغه راز خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د وچکالۍ، وزګارتیا او وروستیو تحولاتو له امله د هېواد کمزوی اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جرمني به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ، د خوړو نړیوال پروګرام او نورو نورو خیریه بنسټونو له لا رې افغانانو سره مرستې وکړي. ددغو شپږ سوه ملیون یورو په مټ به نړیوال بشري سازمانونه په افغانستان کې له ملیونونو افغانانو سره کارنده چټکې مرستې وکولای شي.


