دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفلسفي ماټریالیزم

فلسفي ماټریالیزم

لیک: لنین
ژباړه: شرف واکمن
مارکس په ۱۸۴۴-۱۸۴۵م کالونو کې چې نظریات یې تکوینیدل، ماتریالیست او فویر باخ یې د خوښې وړ فیلسوف و. وروسته د فویرباخ د ماتریالیزم په اړه یوازې او یوازې په دې ټکو پوهیده چې په بشپړه توګه علمي نه دي.

مارکس د فویرباخ نړیوال-تاریخي او دوران جوړونکې ارزښت په دې کې لیده چي هغه په بشپړ ډول له اېډیالیزم څخه لرې شو او ماتریالیزم یې اعلان کړ. هغه ماتریالیزم چې حتی« په ځانګړې توګه یې په اتلسمه پېړۍ له فرانسې سره مبارزه وکړه، نه یوازې د موجوده سیاسي مؤسساتو پر وړاندي، د مذهب او الهیاتو پر وړاندي هم بلکې په عین حال کې…. د هر ډول میتافیزکي نظريي پر وړاندي( د مستانه اسپکولاسیون پر ځای د هوښیار اسپکولاسیون میتافیزکي نظريه) (سپیڅلي کورنۍ) په(ادبي میراث) کي مارکس لیکي، د هګل لپاره د تفکر بهیر، چي هغه یې حتا د اېډیا تر نامه لاندې په مستقل شخصيت بدل کړی دی، دمیورژ«پیدا کونکی، جوړونکی» موجود واقعيت دی؛ ولي زما لپاره برعکس، هغه څه چي اند دی پرته له مادي بل څه نه دي چي د انسان په مغز کي کینول شوی او اوښتې ده. «کاپیتال، لومړی ټوک، د دوهم چاپ سریزه». فریډ ریش انګلس د مارکس د ماتریالیستي فلسفې په پوره انطباق او تر څنګ یې په انټي ډیورینګ کې تشریح کړې چي مارکس د هغه د لاس لیکنې سره بلد شو، هغه داسي لیکي، د نړۍ وحدت د هغې په هستۍ کې نه ده، په مادي والې کې یې ده، پیچلی او اوږد تکامل لري چې د مادې د هستۍ د حرکت بڼه ده؛ فلسفه او طبيعي علوم یې ثابتوي. په هیڅ ځای کې هم ماده پرته له حرکته او حرکت پرته له مادي نه و او نه به وي.

که دا پوښتنه واضح کړو، چې تفکر او شناخت څه؟ دا له کومه ځايه رابرسېره کیږي؟ موږ ولیدل چې او د انسان د مغز محصول دی او په خپله انسان هم د طبیعت محصول دی او له هغه سره یو ځای تکامل کړی. په دې اساس په خپله روښانه ده چې دانساني مغز محصولات په پای کې د طبیعت محصول دی، د طبیعت له زیاتو اړیکو سره په تضاد کې نه دی بلکې له هغه سره مطابقت لري.

هګل اېډیالیست و یانې د هغه له نظره افکار چې زموږ په مغزو کې دي، د«abbilder، تصویرانو، انګلس کله کله د کلیشې خبره کول» لږ و ډیر د مجردو شیانو او بهیرونو واقعي انعکاس نه و، بلکې برعکس شیان او د هغو تکامل یي د نامالومې اېډیا انعکاس باله چې د نړۍ له خلقت څخه مخکې- څرګنده نه ده له کوم ځایه- یي وجود درلود. انګلس په خپل بل کتاب«لودویک فویرباخ» کې په خپله او د مارکس له نظره د فویرباخ فلسفه توضیح کړې او له خپرېدو مخکې، د ۴۴-۴۵ کال خپلې او د مارکس لاس لیکنې د هګل او فویرباخ په هکله او د تاريخ د ماتریالیستي څرک په اړه لوستلې و –

داسي لیکي: د هرې فلسفې ستره او اساسي مساله، په ځانګړي ډول د نن ورځې فلسفې، عبارت ده شعور مخکې ده که ماده، روح په طبيعت… کوم یو مخکې ده: روح پر طبيعت یا طبعيت پر روح… دې پوښتنې ته چي کومو فیلسوفانو ځواب ویلی په دوه لویو ډلو وېشل شوي.

هغوی چې په دې عقيده ول روح له طبیعت څخه مخکې شتون درلوده او په دې ډول د طبیعت خلقت یې منه… اېډیالیستي ډله یي رامنځته شوه؛ هغوی چې د طبعيت بنسټیز پیل یې تسلیم کوه ډول ډول ماتریالیستي مکتبونه يي رامنځته کړل.
د فلسفي اېډیالیزم او فلسفي ماتریالیزم مفاهیم چې په هر بل ډول معنی یې وکارو، پایله به یې سرګرداني وي.

مارکس نه یوازې اېډیالیزم چې په یوه نه یوه بڼه له مذهب سره تړاو لري ردوه بلکې د هيوم او کانټ او د اګنوسټانو رنګارنګ نظریې،

څېړنې او مثبت پالنې یې هم ردول او دا ډول فلسفه یې اېډیالیزم ته ارتجاعي تېروتنه شمېرل او هغه یې په لا ښه حالت کي«په عامه د ماټریالیزم طرد او په تنهايي کي منفعل منل» تلقي کول. په دې مساله کې د مارکس او انګلس د ذکر شوو اثارو سربېره، د ۱۸۶۶م کال د دسمبر ۱۲نیټې لیک ته مراجعه وکړئ. په دې لیک کې مارکس د هوکسلي مشهور ماتریالیست فیلسوف او د هغه دا وینا: «له هغه ځايه چې موږ واقعي مشاهده او فکر کوو، نشو کولای د ماتریالیزم له دایرې ووځو» یادونه کوي، ولي هغه اګنوسټیک او هيوم پالو د تېښتې د لارې موندلو په پار ملامتوي.

په ځانګړې توګه ډول د جبر او اختيار تر منځ د اړیکې په اړه د مارکس د نظر یادونه وکړو: جبر تر هغه وخته ړوند دی چې نه یې پېژني اختیار د جبر له موندلو عبارت دی.( انګلس. آنټي ډیورینګ) یانې د طبیعت عیني قوانین منل او جبر په اختيار په ډیالکټیکي توګه بدلول، د نه پیژندل شوي ولې په پیژندل کیدونکي او د شیانو ماهیت د شیانو په پدیده بدلول.

د پخواني ماتریالیزم د نقض له جملې د فویرباخ په ماتریالیزم (په طریق اولی عامیانه ماټریالیزم بوخنر، فوګټ او موله شوټ) مارکس او انګلس پوهېدل دا چي:

۱- دا ماتریالیزم په عمده ډول میکانیکي و. د کیمیا او بیولوژي لاسته راوړنې یي په کي نه حسابولې. (زموږ په دوران کي د مادي الکترویکي تیوري پرې ور اضافه کوو)

۲- پخوانۍ ماتریالیزم غیر تاریخي او غیر ډیالکټیکي و( ضد ډیالکټیکي او میتافیزکي و) او د تکامل نظریه يې په هر اړخيز ډول نه تعقیبول.

۳- دې ماتریالیستانو د انسان ماهیت مجرد مفهوم باله او نه په مشخص او تاریخي ټاکل شوی، «ټول ټولنیز مناسبات» او ټیک په دې دلیل نړۍ یي یوازې تفسیرول، په داسي حال کې چې کار د هغه د تغیر پر سر دی. په بل عبارت هغوی د عملي انقلابي د فعاليت اهیمت نه سو وموندلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه