ویب ډیسک
تروسیه وایي له افغانستان سره د تاجکستان د پولې امنیت نور هم پیاوړی کوي.
د روسیې د پوځ ځینو غړو ویلي چې تازه د روسیې حکومت د تاجکستان جنوبي سرحد ته سلګونه زرهي ټانګونه او اضافي عسکر لېږلي دي.
د سرچینې به خبره دوی هڅه کوي له افغانستان سره د تاجکستان د ګډې پولې امنیت پیاوړی کړي او په دې توګه کومې وسله والې ډلې ته د تېرېدو اجازه ور نه کړي.
روسي چارواکو دغه راز ویلي چې دوی په سیمه کې خپلې نظامي اډې هم پیاوړې کړې دي او د هر ډول احتمالي خطر پر وړاندې تیار دي.
روسیه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هڅه کوي له افغانستان سره خپلې پولې خوندي کړي او د ترهګرو ډلو د تګ راتګ مخه ونیسي.


