سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان؛ ټي‌ټي‌پي ته د عامه بښنې لپاره نوي شرایط وړاندې کړل

پاکستان؛ ټي‌ټي‌پي ته د عامه بښنې لپاره نوي شرایط وړاندې کړل

ویب ډیسک

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته د عامه بښنې لپاره شرایط وړاندې کړي دي. عارف علوي وایي چې یاده ډله اوس هم د پاکستان ملي امنیت ته ګواښ ده خو ټینګار کوي چې که چېرته د دغې ډلې هغه کسان چې مجرم پېژندل شوي دي خپله وسله پر ځمکه کېږدي او د پاکستان قانون ومني نو دوی به یې هم وبښي.

هغه ویلي چې په پاکستان کې د سراسري امن لپاره تر ټولو غوره لار همدا ده او دی هیله لري چې دا ډله هم پر دې وړاندیز غور وکړي.

په همدې حال کې څېړونکي وایي چې پاکستان ترهګرې ډلې ته عامه بښنه هغه وخت اعلانولی شي چې د پارلمان او له دغې ډلې د اغېزمن شویو خلکو سلا او خوښه پکې شامله وي.

ټي‌ټي‌پي تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو دې وروستیو کې یې پر پاکستاني ادارو د خونړیو بریدونو ګواښ کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه