دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاروپايي ټولنې:له طالبانو سره د تماس نيولو په برخه کې پنځه شرايط...

اروپايي ټولنې:له طالبانو سره د تماس نيولو په برخه کې پنځه شرايط ټاکلي

ویب ډیسک

 د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيک او امنيتي پاليسۍ لوړ پوړي استازي جوسف بوريل د سپتمبر په ۳مه نېټه وويل، د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان له طالبانو سره د تماس نيولو په برخه کې پنځه شرايط ټاکلي دي.

نوموړي د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له غيررسمي غونډې وروسته وويل، چې ياد پنځه شرايط دا دي: طالبان دې ژمنه وکړي،

چې افغانستان دې نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ د صادرولو ځاله ونه ګرځي؛ بشري حقوقو، په تېره بيا د ښځو حقوقو، قانوني ادارې او رسنيزې ازادۍ ته دې درناوی وکړي؛

د مذاکراتو له لارې يو ټولشموله انتقالي حکومت جوړ کړي؛ بشري مرستندويه ادارو ته دې اجازه ورکړي، چې په ازاده توګه افغانستان ته ننوزي؛ بهرني او کورني خلک له افغانستان څخه په ازاد ډول ووتلی شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه