یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزلمی خليلزاد وايي, زمونږ جګړه پای ته ورسېده اوس وخت او فرصت...

زلمی خليلزاد وايي, زمونږ جګړه پای ته ورسېده اوس وخت او فرصت دی چې افغانان د خپل هيواد په اړه پريکړه وکړي

ویب ډیسک
زلمی خليلزاد وايي, زمونږ جګړه پای ته ورسېده اوس وخت او فرصت دی چې افغانان د خپل هيواد په اړه پريکړه وکړي او خپله جګړه هم پای ته ورسوي.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د بشپړ وتلو وروسته پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي, زمنږ جګړه پای ته ورسېده اوس د افغانانو لپاره د پريکړې فرصت او وخت دی چې د خپل هيواد په اړه په پوره خپلواکۍ سره پريکړه وکړي او خپلې جګړې ته هم د پای ټکی کيږدي.

خليلزاد وايي, طالبان اوس له ازموينې سره مخ دي چې ايا دوی کولای شي خپل هيواد د يو داسې امن او هوسا هيواد په لوري رهبري کړي چېرته چې هر افغان نارينه او ښځينه خپل هيلو ته ورسيږي, چيرته چې د افغانستان د څو رنګو کلتورونو او تاريخ ښکلا نړۍ ته وراندې کړي?

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه